Jan 21, 2022 15:10 Asia/Kabul
  • د ایران د ملي ګټو پراساس له هیوادونو سره د ملګرتیا د لارې نقشه طراحي کیږي

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام سید محمد حسن ابوترابي فرد وویل د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو ملي ګټو پراساس له نورو هیوادونو سره د ملګرتیا د لارې نقشه طراحي کوي .

هغه د ایران د روسیې او د چین د ګډې پوځي مانورې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل دا ‌ډول ګډې پوځي مانورې کولای شي د سیمې د امنیت د سویې په لوړولو کښې رول ولوبوي او هغه د سیمې په راتلونکي کښې د مهمو بدلونونو ښودنه کوي .

ابوترابي فرد په دې خبرې سره چې د سیاسي ، اقتصادي او د کلتوري نظریو وړاندې کونکو له نظره دریمه (۳) زریزه د اسیا زریزه ده وویل د اسیا لویه وچه د ځمکې په کرې کښې د تر ټولو زیاتو نفوسو په لرلو سره له مهم او لوړ مقام څخه برخمنه ده .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام سید محمد حسن ابوترابي فرد دغه راز د اسیا په لویه وچه کښې د انرژۍ ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل نن سبا دغه لویه وچه په دنیا کښې د انرژۍ د مصرف د تولید د قطب په توګه ټاکونکی ځای لري .

هغه دغه راز روسیې ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د سفر په یادونې سره وویل له ګاونډي هیواد روسیې سره د اړیکو پیاوړي کول د ایران د ملي ګټو په چوکاټ کښې چې نن د قدرت په مقام کښې دی او څلویښت (۴۰) کاله د زورویونکو هیوادونو په مقابل کښې ولاړ دی د سیمې د امنیت په لوړتیا کښې رول لوبولی شي .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ابوترابي فرد ټینګار وکړ د امریکا له سلطې سره د  ایران د مقابلې تجربه کولای شي د اسیا د امنیت د پیاوړي کولو لپاره د ایران د  روسیې او د چین د  ملګرتیا ملاتړي ووسي .

 

ټیګونه