Jan 22, 2022 14:56 Asia/Kabul
  • په هند سمندر کښې د ایران، روسیې او چین دویمه ګډه سمندري مانوره

ایران، روسیې او چین پرون خپله دویمه ګډه سمندري مانوره، (د ۲۰۲۲ کال د سمندري امنیت د کمربند) تر عنوان لاندې د هند بحیرې په شمالي سیمه کښې پيل کړه

په دغې مانورې کښې د اور اخیستې کشتۍ د ژغورلو، د تښتول شوې کشتۍ د آزادولو، د ټاکلو اهدافو په لور د ډزو او په هوايي اهدافو باندې د شپې مهال د ډزو په شمول مختلف تاکتیکي مشقونه ترسره شول.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک درې یونټونه، د ایران د پوځ د سمندري ځواک ۱۱ یونټونه او هم داشان له روسیې څخه درې او د چین د سمندري ځواک دوه یونټونه په دغو پوځي مشقونو کښې برخه اخیستې ده.

د نړیوال سمندري تجارت د امنیت پياوړتیا، له سمندري غلا او ترهګرۍ سره مقابله، د سمندري مرستې او ژغورنې په برخه کښې د معلوماتو تبادله او د عملیاتي او تاکتیکي تجربو تبادله، د دغې مانورې له اهدافو څخه وو.

د ۲۰۲۲ کال د سمندري امنیت د کمربند د ګډې مانورې ویاند دویم ایډمرل مصطفی تاج الدیني د دغې مانورې د ترسره کولو پيغام، د پوځي اړیکو د پام وړ او معنا لرونکې سویې ته د درې واړو هیوادونو رسیدل وبلل او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا په سمندري ډګر کښې د قدرت داسې سطحې ته رسیدلی دی چې د سترو سمندري قدرتونو ترڅنګ د مانورې چورلیزتوب او قومنداني په غاړه اخیستې شي.

د درې واړو هیوادونو یعنې ایران، روسیې او چین لپاره د دغې مانورې د ترسره کولو سیمه یعنې هند بحیره او عمان سمندر، ډیره مهمه او سټراټیجکه سیمه ګڼله کیږي. دغه سیمه د باب المندب، مالاکا او هرمز د دریو مهمو اوبلارو د شتون په وجه چې د زرّین مثلث بلل کیږي، ډیره مهمه ده. په هم دې وجه د ایران، روسیې او چین درې واړو هیوادونو سمندري ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کښې هم، په هم دغې سیمې کښې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړي وو.

عمان سمندر او د هند بحیري شمال هم داشان د نړیوال تجارت له مهمو سیمو څخه دي. د ایران زیاتره صادرات په تیره بیا د تیلو او تیلي محصولاتو صادرات د سمندر له لارې په کشتیو سره ترسره کیږي. د روسیې نړیوال تجارت او هم داشان د چین بهرنې تجارت او د تیلو واردات هم په کشتۍ چلونې پورې تړلې دي، په هم دې وجه د ایران، چین او روسیې هلې ځلې، په دې سیمې او مهمو اوبلارو کښې د سمندري ټرانسپوټ پایداره امنیت ته رسیدل دي څو د درې واړو هیوادونو ګټې خوندي شي.

جوته ده چې په داشان مانورو چې د سترو قدرتونو په ګډون سره ترسره کیږي، د ایران ونډه اخیستل، هم د امریکې د ظالمانه او غیرقانوني بندیزونو سره سره د ایران د یوازې نه پاتې کیدو نښه ده او هم په نړیوال ډګر کښې د ایران د سطحې او موقعیت د لوړاوي بیانونکي دي.

د ۲۰۲۲ کال د سمندري امنیت د کمربند د ګډې او ترکیبي مانورې ترسره کیدل هم داشان پردیو ته چې په سیمه کښې د ناامنۍ اصلي عوامل دي، یو مهم پيغام ګڼل کیدې شي او د خپلو ګټو د ساتلو او په سیمه کښې د ثبات او امنیت د خوندي کولو لپاره د سیمې د هیوادونو په خاصه توګه د ایران د اسلامي جمهوریت د جدیت او پوځي قدرت نښه ده.

د چین سیاسي او پوځي شناندی سونګ ژونګ پینګ په دې هکله وايي: د ایران، چین او روسیې  درې هیوادونه باید په نویو امنیتي څانګو کښې ملګرتیا زیاته کړي، په تیره بیا د سمندري ټرانسپورټ د امینت په برخه کښې، ځکه چې دم ګړۍ ځیني هیوادونه په سمندر کښې مزاحمت رامینځته کوي او دا د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي ده. د دغو دریو هیوادونو لپاره د نړیوالې کشتۍ چلونې او سمندري چلند امنیت ډیر اهمیت لري.

*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه