Jan 22, 2022 15:12 Asia/Kabul
  • ایران د یمن په هستوګنو سیمو باندې هوايي حملې وغندلې

د ایران د خارجه وزارت ویاند د یمن په هستوګنو او غیرپوځي سیمو باندې د تیري ګرو د ائتلاف هوايي بریدونه په کلکه وغندل

سعید خطیب زاده د یمن په غیرپوځي او د هستوګنې په سیمو باندې د سعودي او اماراتي تیري ګر ائتلاف د تیرو څو ورځو هغه حملې وغندلې چې له امله یې په پراخه پيمانه ودانۍ ورانې شوې دي او په سل هاؤ بیګناه خلکو ته په کښې مرګ ژوبله واوښتله.

هغه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او غمرازي یې ورسره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په یمن باندې د پوځي حملو دوام د نړیوالې ټولنې په چپتیا او بې غورۍ، په تیري ګرو باندې د وسلو په بې کنټروله خرڅون، د پره ایزو کړنلارو په غوره کولو او په نړیوالو ټولنو کښې په دوه ډوله معیارونو سره ترسره کیږي او له امله یې په دغه هیواد کښې عادلانه صلحې ته د رسیدو لاره ډیره ګرانه کړې ده.

هغه زیاته کړه: په یمن باندې تیري ګرو ځواکونو ته د وسلو ورکونکي هیوادونه چې یمني ښځې، سړي او ماشومان پرې وژل کیږي، په دغو جنایتونو کښې شریک دي او باید د دغه ډول ملاتړونو په وجه د یمن خلکو او د ټولې د دنیا عامه افکارو ته ځواب ورکړي.

 

 

 

ټیګونه