د ایران د حکومت بهرنی سیاست د ملی ګټو د تامینولو لپاره نوې کړکۍ ده
قالیباف زیاته کړې ، نن سبا انډولیزې بهرنۍ اړیکې ، پر نړیوالو مناسباتو دواکمن څو قطبي نظام څخه د حقیقت پال فهم او عمل پالې ډيپلوماسۍ او دغه راز دملی عزت او خپلواکۍ په اساس ، یو نه انکاریدونکی ضرورت دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د په پارلیمان کې له خپل فرمان مخکې پخپلې وینا کې د اسلام د ګران پیغمبر د ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا د نیکمرغه زوکړې او د مور او میرمن دورځې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل ، د بهرنی سیاست په حوزې کې ا یران له درستو سټراټژيکو ظرفیّتونو څخه داستفادې په خاطر ددیارلسم حکومت حقیقت پال او څو اړخیز پال کړچار، دملی ګټو دتامین په تیره بیا د هیواد له اقتصادي ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره نوی کړکئ پرانیستې ده .
قالیباف زیاته کړې ، نن سبا انډولیزې بهرنۍ اړیکې ، پر نړیوالو مناسباتو دواکمن څو قطبي نظام څخه د حقیقت پال فهم او عمل پالې ډيپلوماسۍ او دغه راز دملی عزت او خپلواکۍ په اساس ، یو نه انکاریدونکی ضرورت دی .
د ایران د اسلامی شورا مشر همدرااز ووئيل، دغه کړچار دایران دشریف ملت دګټو دتامینولو لپاره دنړیوال نظام او فعال مشارکت له درستو ظرفیّتونو څخه داستفادې لپاره دی .