Jan 23, 2022 14:29 Asia/Kabul
  • د حضرت فاطمه الزهرا (س )زوکړه دې پر تاسو مبارک وي

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې ټينګار کړی ،نن سبا د مونږ ځوانان  ډیرې زیاتې پوښتنې لري ،د ژوند د سټایل په باب پوښتنې لري ،د اصولي مسئلو په باب پوښتنې لري  ، پوښتنې هم په ځاي دي ،د سوالونو حل لاره فکر کول او ځواب ورکول دي ،دا کار باید په مجلسونو او محفلونو کې ترسره شي ،ددغه کار مهم مرکز همدغه  مجلس او محفل  دی .  

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  نن د مداحانو  په ټول کې ټينګار وکړ، داهل بیت علیهم السلام  محفلونه او مجلسونه دې  د ځوانانو  ډول ډول پوښتنو او غوښتو ته  د ځواب ورکولو په مرکز بدل شي .

 د اسلامی انقلاب معظم  لارښود  نن  د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها دنیکمرغه زوکړې  دکلیزې په مناسبت  داهل بیت علیهم السلام  له یوشمیر مداحانو او ذاکرانو  سره په کتنې کې  وفرمائيل ،مجلس او محفل د بیانونې جهاد مرکز دی ، خپل  رول د ملت په ضد د رسندوئي  جنګ په مقابل کې وځلوئ .   

دوي  همداراز د حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها  دشخصیّت لوړو اړخونو ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ د طهارت ځائيګی ، دخدای لپاره کار  او بې منته  خدمت ، او د مباهلې په قضیې کې  له باطلې جبهې سره  په مخامخیدا کې  ممتاز موقعیّت ، دهغې بزرګوارې ځانګړنې دي  چې  په قرآن ریم کې  ورته په ډاګه اشاره شوې ده .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ؛  په الهي لطف  وکرم سره  د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ایران ټولنه فاطمي شوي  او په تیرو درو څلویښت  کلونو کې  مو فاطمي حرکت  وار  د  واره په سپيڅلي دفاعي پړاؤ کې ، د فخزي زاده ،د خدای بخښلي کاظمي آشتیاني د لوي پوهاند او ایټمي شهداؤپه څير دشهیدانو بې منته  خدماتو او علمی حرکت په دوران کې  او دغه راز  د سیلاب او زلزلو  په څير په طبیعي پيښو کې  لیدلي دي . دوي ټينګار وکړ ، حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها باید په درستو اړخونو کې په تیره بیا په اجتماعي  او انقلابي حرکتونو کې اسوه او بیلګه شي .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کې وفرمائیل ؛ خلکو ته اجتماعي خدمت،  په داسې شرائطو کې  چې دښمن  د اقتصادي ترهه ګرۍ او دباؤ په رامینځةکولو سره  د اسلامی نظام په مقابل کې  دوي په راوستو  کې هڅه کوي ،یو ارزښتمند جهاد دی . دوي همداراز   د پراخو رسندویو په وسیله د خلکو دافکارو دغړولو  او د ایمان دخرابولو او دخلکو د باؤرونو د له مینځه وړلو  لپاره د ایرتان دملت د دښمنانو پراخو خوځښتونو ته په اشارې سره سره او د   هنر او رسانئۍ له زرګونو متخصص ځواک څخه    او دغه راز  زیاتو مالی او امنیتی ملاتړونو څخه په استفادې سره  د بیانونې او رونټیا د ډګر ترټولو مهم جهادي ډګر وبالۀ او ټينګار ئې وکړ ، ددغه شیطاني حرکت په مقابل کې مجلسونه او محفلونه باید له ځانه پوښتنې  وکړي  چې د حق او باطل جبهې په بې آمانه جنګ کې  او د حقیقت اودروغو د روایتونو په مخامخیدا کې په کوم ځائيګي کې  دي او څرنګه د اسلامی انقلاب  اصلي اساس  او آرماننونه  پراخولی شي .

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ، دسپيڅلي دفاع  په پړاؤ کې  او دغه راز د اته اتیایم کال په فتنې کې د مداحانو ښو امتحانونو او غوره رول لوبونې ته په اشارې سره  ووئيل ،  مداحانو  په حقیقت کې  مجاهد پالنه او شهید پالنه  کړې او دا سلامی جمهوری نظام او دښمن ترمینځ په رسندوئي او کلتوري جنګ کې د انقلابي مداحانوپه زړه پورې چغه  ډير کارندوالی درلودلی  او نن سبا هم  دغه غوره چغه  هماغه راز باید ددښمن  له پراخې جبهې سره  په مقابلې کې غوره  کارندوالی ولري .

 

Image Caption

 

ټیګونه