ایران افغانستان ته د ډيزلو دټرانزیټ مجوز صادر کړ
د ایران اسلامی جمهوریت،په افغانستان کې د سیاسی نوي پړاؤپه رامینځة کیدا سره تل ددغه هیواد د ولس لپاره خپل انسان دوستۍ مرستې لیږدولي دي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ،دافغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پخپل یوه پیغام کې ووئیل ، د افغانستان د خلکو د اړتیاؤ د تامینولو لپاره د درو میاشتو لپاره دغه هیواد ته د ډيزلو دټرانزیټ مجوز صادر شوی دی .
هغه پخپل دغه پیغام کې افغانستان ته د ډيزلو د ټرانزیټ د مجوز صادریدا په باب زیاته کړې ، ، په ژمني کې د افغانانو اړتیاوې زیاتیږی، چې ددغو اړتیاؤ د تامینولو لپاره او د ایران له اسلامی جمهوریته د دغه هیواد د چارواکو غوښتنې ته په پام سره ، د درو میاشتو لپاره د ایران له حدودو افغانتسان ته د ډیزلو دټرانزیټ مجوز صادرشو .
د ایران اسلامی جمهوریت،په افغانستان کې د سیاسی نوي پړاؤپه رامینځة کیدا سره تل ددغه هیواد د ولس لپاره خپل انسان دوستۍ مرستې لیږدولي دي .