Jan 24, 2022 13:28 Asia/Kabul
  • له برجام څخه د امریکې خروج وښوده چي لوېدیځو سره تعامل ګټه نه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر تاکېد وکړ چي د برجام له نړیوالي ایټمي موافقې څخه د امریکا یوه اړخیزه خروج وښوده چي واشنګټن او لوېدیځو هیوادونو سره د تعامل سیاست هیڅ ګټه نه لري.

د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر  «احمد وحیدی» د ایران او ګاونډیو په ملي غونډه کې وویل: لوېدیځ هیوادونه هیڅکله د باور وړ نه دي پاتي شوي، د اسلامي انقلاب له لومړیو ایران سره دښمني کړي او د دښمنۍ لپاره یې هیڅ فرصت او چانس د لاسه نه دی ورکړی.

وحیدی زیاته کړه: له سیمي څخه د امریکې تر وتلو پوري به د سیمي د هیوادونو تر مینځ د ښه ګاوندیتوب سیاست به بشپړه توګه عملي نه شي ځکه چي امریکا د سیمي د هیوادونو تر مینځ اختلافاتو ته لمن وهي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: برتانیا او صهیونیستي رژیم په سیمه کې د هیوادونو تر مینځ د اختلاف او د کرکي د رامینځ ته کولو لپاره فعالیت کوي، په تېره بیا اسرائیل، ځکه چي دغه رژیم خپل دوام او موجودیت د سیمي د هیوادونو تر مینځ په اختلاف او ناامنی کې لټوي.

وحیدی زیاته کړه: د ګاوندیتوب سیاست یوه اړخیزه مساله نه ده چي د ایران اسلامي جمهوریت دي په یوازې سر مخ ته بوځي، بلکي په سیمه کې ګاونډي هیوادونه د ښو اړیکو د پاللو فیصله وکړي.

 

ټیګونه