Jan 24, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • په ویانا کې د مذاکراتو دوام، د لوېدیځو له لوري پروپاګن او فضا جوړونې دوام لري

په ویانا کې په ایران باندې د بندیزونو د ختمېدو د مذاکراتو د اتم پړاو نوویشتمه ورځ د ایران د جګپوری مذاکره کوونکی او د ۱+۴ ډلي د هیوادونو د استازو تر مینځ په خبرو اترو سره دوام پیدا کړه.

د ایران د مذاکراتي ټیم مشر «علی باقري» تېره ورځ د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو د مسئول له مرستیال «انریکه مورا» سره د برجام د مذاکراتو په اړه خبري اترې وکړې. باقري د ۱+۴ ډلي د هیوادونو له استازو سره هم سلامشورې وکړې.

په ویانا کې د روسیې استازی د ایران له مذاکراتي پلاوی سره تر خبرو اترو وروسته، وویل: قدم په قدم سیاسي سلامشورې دوام لري او مونږ د ګډونوالو تر مینځ په بېلابېلو چوکاټونو کې ګټوري خبري اترې درلودلي دي.

هغه د ایران او د ۱+۴ ډلي د استازو تر مینځ ناستې ته په اشارې سره زیاته کړه: د مذاکراتو لوري په دغه ناسته کې د یوې مهمي مسالې په هکله چي لومړیتوب لرل، خبري وکړې، خبرو اترو کې پرمختګ شوی او غونډي به دوام وموندي، مونږ قدم په قدم مخ په وړاندې روان یو.

که څه هم د ویانا په مذاکراتو کې د پرمختګ نښې لېدل کیږي لیکن لوېدیځ هیوادونه د ځینو موضوعاتو په مطرحولو سره هڅه کوي ایران د مذاکراتو د نه پرمختګ لامل معرفي کړي او د حقیقتونو په اپوټه ښودلو سره، په ایران باندې فشارونه زیات کړي چي له ایران څخه زیات امتیازات تر لاسه کړي.

د لنډمهاله موافقې د مطرحولو موضوع او یا د مهالوېش ټاکنه له هغو مسایلو څخه دي چي لوېدیځ لوري په وروستیو ورځو کې د ایران په ضد د فضا جوړونې، پروپګندا او فشارونو د زیاتېدو په هدف سره مطرح کړي دي.

د امریکا (ان بی سی نیوز) خبري چېنل د شنبې په ورځ د ځینو سرچینو په حواله ادعا وکړه چي د ویانا د مذاکراتو په لړ کې روسیه د ایران لپاره د لنډمهاله موافقې وړاندیز کړی دی، دغه خبري چېنل زیاته کړه: په دغه لنډه مهاله موافقه کې به ایران د ځینو بندیزونو د لیري کېدو په مقابل کې به خپل په ایټمي پروګرام کې ځینو محدودیتونو ته غاړه کښېږدوي.

دا په داسي حال کې دی چي د ایران د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم په ویانا کې د خبرواترو له پیله ویلي چي د مذاکراتو بهیر باید د منطق پر بنیاد وي او تر فشار لاندې خبري اترې د منلو نه دی او اپوټه پایلې به له ځان سره ولري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم تر مخکې تاکېد کړی و چي مونږ د هغو مصودو پر بنیاد مذاکره کوو چي مقابل لوري ته مو د بندیزونو د لیري کولو او د جبراني اقداماتو لپاره وړاندې کړی و، د قدم په قدم موافقې او یا هم د موقتي موافقې موضوع له سره مطرح شوې هم نه ده.

د موقتې موافقې له مطرحولو څخه د لوېدیځو هیوادونو هدف، د ایران د ایټمي وړتیاو محدودل دی، په داسي حال کې چي د علمي او تحقیقاتي لاسته راوړنو ساتنه د احتمالې موافقې له اصلي ضروریتونو څخه بلل کیږي او د تحقیقاتو د دوام لپاره باید د ایران حق تر پښو لاندې نه شي.

د بهرنیو چارو کارپوه «عباس اصلانی» وایي: لوېدیځ وال هڅه کوي د ایران ایټمي وړتیاوې محدود کړي تر څو وروسته د مذاکراتو د بهیر په ځنډولو سره له برجام څخه ایران ته امتیازات ورنه کړي او د برجام له چوکاټ نه بهر ایران څخه امتیازات تر لاسه کړي، د لنډ مهالي موافقې د رېښتیا ازموینې امکانات نه شته او هیڅ اجرایي ضمانت نه لري.

لنډ مهاله موافقه د ایراني پلاوی په اجنډا کې نه ده شامل، ایرانی پلاوی په یوه پیاوړې، دوامداره او ډاډمني موافقې تمرکز لري، همدارنګه د ویانا په مذاکراتو کې د ګډونوالو په وېنا، د خبرو اترو بهیر په صحیح لوري روان دی او څه نا څه پرمختګ هم تر لاسه شوی دی، نو موقتې موافقې ته هیڅ ضرورت نه لیدل کیږي، که اروپایي لوري په تېره بیا امریکا له ایران څخه د بندیزونو د اچتولو لپاره خپله سیاسي اداره څرګنده کړي نو په ویانا کې به یوه اساسي موافقه تر لاسه شي.

 

 

ټیګونه