Jan 25, 2022 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران مرکچي پلاوی له امریکايي پلاوي سره په لیکلې بڼه اړیکه لري

شمخاني: د ویانا په مذاکراتو کښې له موجود امریکايي پلاوي سره د ایران د مرکچي پلاوي اړیکه د غیر رسمي لیکنو په تبادلې سره ترسره شوې ده

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې له موجود امریکايي پلاوي سره د ایران د مرکچي پلاوي اړیکه د غیر رسمي لیکنو په تبادلې سره ترسره شوې ده او له دې زیات ته ضرورت هم نشته

علي شمخاني په خپل ټویټر ولیکل: په ویانا کښې له امریکايي پلاوي سره ارتباط، تراوسه د غیررسمي لیکنو په مبادلې سره شوی دی او له دې زیات ته نه اوس کوم ضرورت شته او نه به په راتلونکي کښې وي، د اړیکې دغه طریقه هله بدلیدې شي چې ښې موافقې ته رسیدل ممکن شي.

د ویلو ده چې په ایران باندې د بندیزونو د ختمولو د خبرواترو اتم پړاؤ د ۲۰۲۱ کال د دسمبر له ۲۷ نیټې څخه په ویانا کښې پیل شوی او په مذاکراتو کښې یولړ پرمختګونه هم شوي دي.

 

ټیګونه