Jan 25, 2022 14:42 Asia/Kabul
  • له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراخولو باندې د ایران د ولسمشر ټينګار

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینکار وکړ چې ایران له ټولو په تیره بیا له ګاونډي او مسلمانو هیوادونو سره د اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ

سید ابراهیم رئیسي دا خبرې پرون په تهران کښې د برونايي له نوي سفیر اسماعیل عبدالمناف څخه د باور لیک د ترلاسه کولو په دستورو کښې وکړې.

د ایران دیارلسم حکومت د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري د میاشتې په دولسمه نیټه له واکمنیدو راهیسې ښودلې ده چې په بهرني سیاست کښې په انډول باور لري او له ګاونډي او اسلامي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا یې د بهرنيو پروګرامونو په سر کښې ده.

د ایران په اوسني احکومت کښې د بهرني سیاست د متوازن کولو آیډیا په بهرنیو اړیکو کښې د ختیځ او لویدیځ له قدرتونو سره اړیکو ته په پاملرنې سره یوازې د لویدیځپالنې په نفي کولو پسې دی. سید ابراهیم رئیسي له دې مخکښې په اسلامي شورا(پارلیمان) کښې د ولسمشرۍ د لوړې په دستورو کښې د اوسنۍ نړۍ بدلونونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د ولسونو د ګټو تامینول، د نوې نړۍ په درک کولو او له نویو رامینځته شویو قدرتونو سره په سټراټیجک تعامل او کامیاب او متوازن بهرني سیاست پورې شرطمن دي.

سیمه پال سیاست، ختیځ ته کتنه، د شنګهايي تړون او د اکو د اقتصادي ملګرتیا د سازمان په شان په سیمه ایزو او له سیمې په بهرو سازمانونو کښې مشارکت او ونډه، د ایران د بهرني سیاست د متوازن کولو له مصداقونو څخه دي چې د ایران د اوسني حکومت له خوا تعقیبیږي.

د ایران د متوازن بهرني سیاست یوه ځانګړتیا دا ده چې وړومبیتوبونو ته د توجه په ترڅ کښې، د نړۍ په نورو سیمو کښې هم له فرصتونو څخه د ملي ګټو له زیات نه زیاتې تامینولو لپاره استفاده کوي. نیویارک ته په سفر کښې له خپلو اروپايي همرتبه ؤ سره د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان صلاح مشورې او هم داشان د بندیزونو د ختمولو لپاره د ۴+۱ ډله هیوادونو سره د ایران مذاکرات، د بهرني سیاست د انډولناک کولو په لړ کښې د دیارلسم حکومت له اقداماتو څخه دي.

امیر عبداللهیان په دې هکله ویلي دي: د اروپايي هیوادونو له اتلسو خارجه وزیرانو سره صلاح مشورې ښودنه کوي چې ختیځ ته د پاملرنې سیاست، د لویدیځ د بیخي پریښودو په معنا نه دی.

نن سبا په لویدیځې آسیا کښې ځینې ناقرارۍ روانې دي او امریکا هم له سیمې وتلو ته مجبوره شوې ده، په هم دې بنیاد له ګواښونو سره د مقابلې او هم داشان د ولسونو د ګټو د برابرولو لپاره د اقتصادي فرصتونو د رامینځته کولو په موخه د سیمې له هیوادونو سره چې زیاتره مسلمان دي، ملګرتیا ته اړتیا له مخکښې نه ډیر اهمیت موندلی دی.

په هم دې لړ کښې د ایران اوسنی یعنې دیارلسم حکومت د ګاونډي او مسلمانو هیوادونو په وړومبیتوب باندې په ټینګار سره، هم د اقتصادي ډیپلماسۍ د پیاوړې کولو په لټه کښې دی او هم له دغو هیوادونو سره د سوداګري اړیکو او راکړو ورکړو په زیاتولو سره په سیمه کښې د شخړو او اختلافاتو د کمولو سبب شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې هکله ویلي دي: د ګاونډیتوب سیاستونه، د ایران د اوسني حکومت د بهرني سیاست وړومبیتوب دی. نن سبا له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو په لړ کښې ښې هلې ځلې روانې دي. له ځینو ګاونډیانو سره یوشمیر خوابدۍ هم ختمې شوې دي او اوس له ګاونډیانو سره ښې اړیکو لرو چې باید لا یې پراخې کړو.

ایران ۷ ځمکني او ۱۰ ساحلي ګاونډي هیوادونه لري چې د ایران لپاره یې بې شمیره سفارتي، اقتصادي او کلتوري فرصتونه رامینځته کړي دي. د ایران په ډیرو ګاونډي هیوادونو کښې څه ناڅه ایراني کلتور هم لیدل کیږي او ورسره په مختلفو اقتصادي او سوداګري برخو کښې د اړیکو اسانتیا سبب شوې چې د ایران اوسنې حکومت په اقتصادي څواړخیز پالنې کښې ګاونډي هیوادونو ته یوه ځانګړې کتنه ولري.

تاجکستان ته د رئیسي سفر او د شانګهايي په تړون کښې غړیتوب، ترکمنستا ته سفر او د اکو په غونډه کښې یې ګډون، روسیې ته تګ او له دغه هیواد سره د شل کلن سټراټجک سند د لاسلیکونو د سریزو برابرول، د تهران-باکو د اړیکو د پلان انځورول او هم داشان د ایران د خارجه وزیر سیمه ایز سفرونه، د ګاونډیتوب د سیاست د عملي کیدو لپاره د دیارلسم حکومت ځینې مثبت ګامونه ګڼل کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه