Jan 26, 2022 11:19 Asia/Kabul
  • د امریکا بندیزونو ایران د واکسینونو په زمینه کښې له مشکلاتو سره مخ کړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د خارجي سیاست د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د لوکزامبورګ د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ له مشر سره په اینټرنیټي غونډې کښې ټينګار وکړ د امریکا بایکاټونو ایران د کورونا واکسینونو په برابرولو کښې له یوشمیر ستونزو سره مخامخ کړ .

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د خارجي سیاست د کمیسیون مشر وحید جلال زاده د لوکزامبورګ د پارلمان د خارجي اړیکو د کمیټۍ له مشر ایو ګروشتن سره په اینټرنیټي غونډې کښې وویل د امریکا بندیزونه د بشري حقوقو او د انساني ضد کړچارونو سره مخامخ شول چې ایران له کورونا سره د مقابلې د لارې په پیل کښې د واکسینونونو په برابرولو کښې له یوشمیر مشکلاتو سره مخامخ شي .

د ایران پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون مشر وحید جلال زاده وویل هیله کوو چې لوکزامبورګ او اروپايي اتحادیه په دې زمینه کښې له امریکا سره ملګرتیا ونکړي .

د لوګزامبورګ د پارلمان د خارجي اړیکو د کمیټۍ مشر ایو ګروشټن هم په دغه اینټرنیټي غونډې کښې د ایران پرضد د امریکا بندیزونه په تیره بیا د کورونا واکسینونو په برخه کښې بایکاټونه غیر انساني وبلل او ویې ویل د کورونا د ساري ناروغۍ په شرایطو کښې د واکسیناسیون په شان انساني مسائیل باید سیاسي نکړو او هیله من یم چې د بایکاټونو په ختمیدا او د هیوادونو په ملګرتیا سره په کورونا ویروس غلبه ومومو .

هغه له اټومي تړون په وتلو کښې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام د نه درک وړ وباله او ویې ویل د واشنګټن دغه اقدام سبب شو  چې په نړیوالو موافقو باندې اعتماد کم شي ځکه چې نړیوالې موافقې په خپلو ژمنو باندې د لورو هیوادونو د عمل کولو او د اعتماد پراساس دي .

 

ټیګونه