Jan 26, 2022 12:30 Asia/Kabul
  • د ایران سمندري ځواک په ټاکونکي پوځ بدل شوی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني وویل دغه ځواک په بیلابیلو ډګرونو کښې په لویدیځې اسیا سیمې کښې په ټاکونکي ځواک بدل شوی دی .

هغه وویل همدا اوس دښمانان له ډګر څخه زمونږ د ویستلو هڅه کوي خو دغه ارزو به  له ځان سره قبر ته یوسي .

د ایران د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني د دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) د سمندري امنیت د کمربند د ګډې پوځي مانورې ته په اشارې سره چې د چین ، روسیې او د ایران په ګډون سره وشوه وویل په داسې شرایطو کښې چې ځینې هیوادونه کوشش کوي په نړۍ کښې یو(۱) قطبي نظام تعریف کړي دغه درې (۳) هیوادونه د یوبل په څنګ کښې ورځي کوم چې په ټولو سیمه ییزو جیو پولیټیک حوزو کښې اغیز شیندونکي دي او یوې(۱) نوي چارې  ته بڼه ورکوي .

هغه وویل مونږ نړۍ ته یوه (۱) بیلګه وړاندې کړه او  هغه دا چې  دغه خبره امکان لري  چې هیوادونه د یوبل په څنګ کښې د احترام په رعایتولو سره نړیوال امنیت ټینګ کړي ځکه چې نن سبا د ایران د پوځ سمندري ځواک د ایران په کابو دوه زره (۲۰۰۰) کلومیټره فاصلې  کښې د هیواد د اقتصادي شاهرګ د امنیت په تامینولو بوخت دی .

 

ټیګونه