Jan 26, 2022 13:37 Asia/Kabul
  • د ویانا خبرې ؛ د هرې موافقې کلید د ایران پرضد د ظالمانه بایکاټونو لغوکیدل :

وروسته له دې چې ځینو رسنیو د اټومي تړون د احیا لپاره د موافقې په باره کښې د ایران او د امریکا ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو د احتمال په هکله بیلابیلې تفسیرې خپرې کړې ؛ خو د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د هرې موافقې کلید د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو لغو کول وبلله .

د اټومي تړون د احیا د خبرو اترو نوی پړاو په اصلي هدف باندې تمرکز یعني د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو په هدف سره په ویانا کښې د ترسره کیدا په حال کښې دی او د بیلابیلو پلاویو د مشرانو په سویه د متن د لیکلو د غونډو د ترسره کیدا او د دغو خبرواترو د پرمختګ  په هکله مثبت  راپورونه خپاره شوي دي .

خو د ویانا د خبرواترو په څنګ کښې د اټومي تړون د احیا موافقې ته د رسیدا لپاره د ایران او د امریکا ترمینځ د نیغ په نیغه د خبرو اترو د وړاندیز په شمول یوشمیر خبرونه او نظرونه مطرح شوي دي .

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا د  هیواد له خلکو سره د ټيلي ویژن له لارې په خبرو کښې د ویانا د خبرو اترو د وروستي بهیر او له ایران سره د نیغ په نیغه خبرو لپاره د امریکا د جدي غوښتنې د مطرح کیدا په وړاندې د تهران د دریځ په هکله وویل د امریکا دغه غوښتنه همدا اوس نه ده مطرح شوي بلکې ډیره موده کیږي چې واشنګټن دغه غوښتنه کړي ده خو له امریکا سره تراوسه د ایران خبرې نه دي شوي .

د اټومي تړون د احیا موافقې ته د رسیدا د لارې د هواریدا لپاره هر نوی اقدام د خبرو او د عمل کولو  حقیقي غږملتیا ته ضرورت لري او ځینې نظرونه ډیر  د رسنیو باندې د  اغیز اچولو  او په خاص هدف سره بیانیږي .

اعتماد  په سمو، ثابتو او پایداره کړچارونو او وینا سره لاس ته راځي .

د اټومي تړون تجربې ښودلي ده د امریکا وینا او کړچار له یوبل سره تفاوت لري .

د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوبا حکومت په دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال کښې اټومي موافقه  لاسلیک کړه ، ورپسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د حکومت د ژمنو تر پښو لاندې کولو سره په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې له اټومي تړون ووتله او د ایران د ملت پرضد یې نوي بایکاټونه ولګول .

د اعتماد سویې ته رسیدل د اټومي تړون د غړیو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د خبرو او عمل کولو له غږملتیا سره معنا لرونکی ارتباط لري .

که چیرې د اعتماد دغه سویه د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا تائید شي او  حقیقت یې معلوم شي نو په ویانا کښې ښې او پایداره موافقې ته د رسیدا لپاره په ورپسې ګامونو باندې تمرکز کولای شو .

په ویانا خبرو کښې موجوده حالت د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره په دې سویه دی چې همدا اوس د ایران او د امریکا د ارتباط لاره د نظرونو په لیکلي ډول د استولو او د ترلاسه کولو له لارې ووسي او تر هغه وخته چې ډاډ ترلاسه نشي چې  نیغ په نیغه خبرې بریا ولري او د ښې موافقې سبب شي د نیغ په نیغه خبرو اترو ترسره کول به د ایران لپاره هیڅ ضرورت ونلري .

په دغو شرایطو کښې په ویانا کښې له ایران سره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د امریکا  لخوا د وړاندیز په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت له لورې هیڅ جدي فیصله نه ده غوره شوي .

ایران په نمایشي کتنې او خبرو اترو پسې نه دی او تر هغه وخت پورې چې د ایران د ملت پرضد د ظالمانه بایکاټونو د ختمولو لپاره حقیقي اراده او بیا دایران د اقتصادي ګټو د تامینولو په هدف سره د دغو ژمنو د حقیقت د معلومولو تضمین محقق نشي د ویانا د خبرو اترو اوسنۍ لاره به بدله نشي .

هماغه ډول چې د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا سیکرټر علي شمخاني ویلي دي تراوسه په ویانا کښې د امریکا له پلاوي سره ارتباط په غیر رسمي او د لیکلو په بڼه کښې ترسره شوی دی او دغه روده یوازې هغه وخت د نورو رودو ځاې ناستي کیږي چې ښې موافقې ته رسیدل امکان ولري .

 

ټیګونه