Jan 27, 2022 05:29 Asia/Kabul
  • د ایران او د اروپا چارواکو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې د ایران د لوړرتبه مرکچي علي باقري کني او د اروپايي اتحادیې د غږملونکي انریکه مورا ترمینځ دوه اړخیزه غونډه وشوه .

د ایران د لوړرتبه مرکچي علي باقري کني او د اروپايي اتحادیې او د دریو (۳) اروپايي هیوادونو د پلاویو د مشرانو غونډه هم ترسره کیږي .

د ایران پرضد د  امریکا د غیر انساني او د غیر قانوني بایکاټونو د ختمولو په چورلیزتوب سره د ویانا د خبرواترو اتم (۸) پړاو د تیر میلادي کال د دسمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه پیل شوی دی .

د ویانا خبرو اترو د ایران د مرکچي ټیم د نوښتونو په دلیل یوشمیر پرمختګونه کړي دي خو د امریکا د پخواني حکومت د غیر قانوني اقداماتو د جبرانولو لپاره د اوسني ولسمشر جوبایډن د حکومت ځنډ کول او د ایران پرضد د واشنګټن د زیات دباو د راوستلو د سیاست دوام اټومي تړون ته د امریکا د بیرته ورستنیدا لپاره د واشنګټن د جدي کیدا په هکله یوشمیر شکونه رامینځته کړي دي او د خبرو اترو د اوږدیدا سبب هم شوي دي .

 

ټیګونه