د مونږغوره سټراټژي د اسلامی هیوادونود اتحادئې جوړول دي
حجةالاسلام شهریاري د افغانستان د وضعیّت په باب هم ووئیل ،طالبان باید د افغانستان عامه ولس رایو ته پام او هڅه وکړي ،ددغه هیواد راتلونکی حاکمیتی نظام داسې پلان کړي چې د نړیوالې ټولنې دتائيد وړ وګرځي .
د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل ، د یوه واحد امت د بڼه خپلولو لپاره هڅه د دغې ټولنې په سترې سټراټژۍ کې د اسلامی هیوادنو د ټولنې د جوړولو لپاره یو اساسی وړاندیز دی .
حجةالاسلام حمید شهریاري زیاته کړې ، باید داسلامی هیوادونو پارلیمانونه هم سره غونډشي او د خپلو داخلی اساسنامو په اساس او د خپل ملي هویّت په ساتنې سره هڅه وکړي ،څو داسلامی هیوادونو اتحادیه تاسیس شي .
حجةالاسلام شهریاري د افغانستان د وضعیّت په باب هم ووئیل ،طالبان باید د افغانستان عامه ولس رایو ته پام او هڅه وکړي ،ددغه هیواد راتلونکی حاکمیتی نظام داسې پلان کړي چې د نړیوالې ټولنې دتائيد وړ وګرځي .
د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ،په افغانستان کې دمختلفو قومونو شتون ته په پام سره ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .