له سمندری ګټو څخه داستفادې لپاره باید اقتدار ولرل شي
د ایران دا سلامی جمهوریت د دپوځ دسمندري ځواک د اطلاعاتي او روزنیزو جنګي بیړیو اتیایمه ډله، نن د آزاد سمندر په لور،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مرستیال غږملونکي او د کمیشن د مشر، د پوځ د سمندری ځواک د قوماندان او په هرزمګان کې د ولی فقیه د نماینده په شتون سره بدرګه شوه .
ایرناخبری آژانس راپور راکړ، دایران د داسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکی امیرالبحر حبیب ا... سیاري نن آزادو او لیرې سمندری سیمو ته په ماموریّت تلونکي د بیړیو د اتیایمې ډلې د بدرګې په دستورو کې ووئیل ، که ایران له دې تر مخکې پورې له دغه نعمته استفاده نه ده کړې ، د استعماري او استکباري دسیسو له امله ده .
امیر البحر سیاري زیاته کړې په سمندري ډګر کې قدرتمند شتون او دپیاوړي سمندري ځواک درلودل ، په سمندر کې له انرژۍ او سرچینو څخه د استفادې شرط دی او که د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ سمندری ځواک نن سبا د روسیې او چین ترڅنګ ماموریت اجرا کوي ،نو دا د اقتدار په معنا ده .
د ایران دپوځ مرستیال غږملونکي زیاته کړې ، د اسلامی ایران دپوځ سمندري ځواک تر نن پورې د بیړیو په لیږد سره کابو پنځه زره تجارتي اوتیلی کشتۍ ساتلي دي او که د هیواد مواصلاتي کرښې ئې نه وائ ساتلې ، نو د لومړي او دوهم نړیوالو جنګونو په څير پيښې رامینځةکیدلې .