Jan 27, 2022 16:15 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسيزه (۲)

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَیِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْکِتَابَ وَالْمِیزَانَ لِیَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ بې له شکه مونږ خپل پېغمبران په دليلونواو معجزاتو سره ولېږل او ورباندې مو کتاب او ميزان نازل کړ چې خلق د انصاف د قائمولو لپاره راپاڅيږي.

ګرانو او عزتمنو دوستانو له مينې او خلوص نه د ډکو سلامونو په وړاندې کولو سره د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د درې څلوېښتمې کليزې په مناسبت د سباؤن لسيزه نومې لړۍ له دويم مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو په دې مطلب کښې غواړوو په سيمه کښې د اسلامي غورځنګونو د بڼه نيونه کښې د يران د اسلامي انقلاب د رول په اړه له تاسو سره وغږيږوو. نو له تاسو غواړوو چې راسره د پروګرام تر آخره مل اوسئ.

د شلمې پېړۍ د تاريخ د ګواهۍ مطابق په نړۍ کښې د ځينو هېوادونو او حکومتونو لخوا له جنګ جوړونې، اقتدار غوښتنې او برتري لټونې سره يوه مله پېړۍ وه. يوازې د دغې له ماجراؤ ډکې پېړۍ له عمر څخه ديارلس کاله تېر شوي وو چې نړيوالو وړومبنے نړيوال جنګ تجربه کړ، زياتره هېوادونه که يې غوښتل او که يې نه غوښتل په دغه جنګ کښې ښکېل شول. د اسلامي نړۍ لپاره د دغه جنګ نتيجه د عثماني امپراطورۍ او د اسلامي ټاټوبو د استعمارېدو شروع کېدل وو. د عثماني امپراطوريو مختلفې برخې چې تر اوسه يې د خپلو باچايانو د استبداد کړاؤنه تېرول، دا ځل له يو نوي ظلم سره مخامخ شول او د وړو وړو هېوادونو په قالب کښې له يو بله جدا شول د برطانيې او فرانسې په شمول د جنګ د کاميابو لورو ترمېنځ ووېشل شول. برطانيې او فرانسې چې د يو واحد اسلامي حکومت له بيا جوړېدو يې ويره لرله په ظاهره دغه وړو وړو هېوادونوته سياسي خپلواکي ورکړه، خو په حقيقت کښې يې په هغوي داسې کسان وګمارل  چې د دغو قوتونو سياستونه او ګټې تعقيب کړي. هغوي له اقتصادي او کلتوري نظره هم هغه شان په دغو وړو وړو هېوادونو باندې خپل تيري او تسلط ته دوام  ورکړ.

په دې مېنځومان کښې مصر په سيمه کښې د يو مهم او سټراټيجک موقعيت لرونکي هېواد په توګه د برطانيې تر استعمار لاندې راغے. په همدغو کلونو کښې وو چې برطانوي حکومت د بالفور اعلانيې په صادرولو سره فلسطين ته د يهوديانو د تيري زمينې برابرې کړې.

ايران سره له دې چې د دغه نړيوال جنګ په شروع کولو او پراخولو کښې څخه رول نه لرۀ، د خپل جغرافيائي موقعيت په وجه او البته د خپلو باچايان د نااهلۍ په وجه  د روسيې او برطانيې د فوځيانو د تګ راتګ ځاے شو تردې چې د جنګ په ختمېدو په وخت تقريباً ټول ايران د برطانيې په قبضه کښې ؤ.

شل کاله پس نړۍ د دويم نړيوال جنګ کتونکې وه. يو داسې جنګ چې شپږ کاله اوږد شول او نتيجه يې په نړۍ کښې د دوو ابرقدرتونو په توګه د امريکې او شوروي د قوت پيدا کول وو او بياهم د مسلمانو هېوادونو په برخه قحطي، بيماري، لوټمار او استعمارېدل ؤ.

د اسلامي هېوادونو په حدودو کښې د پرديو په شتون او د دغو ملکونو د کلتوري ستخير لپراه د هغوي په هلو ځلو سره په دغو هېوادونو کښې يو شمېر ډلې ټپالې راڅرګندې شوې چې کوشش يې کوۀ د مارکسېزم، سوشلزم، لېبرلېزم او نورو ماده پالو اېزمونو سره په تعلق پېدا کولو سره د خپلو خلقو لپاره د نجات يوه لاره پېدا کړي. له دغو څخه ځينوډلو په کلي توګه خپل اسلامي تشخص هېر کړ او د چارې لاره يې د لويديځ او لويديځي کلتور غېږې ته په پناه وړلو کښې وبلله، خو ځينو نورو کوشش وکړ چې د اسلام او ازمونو ترمېنځ د قبول وړ يوه ګډوله رامنځته کړي. خو د شيعه او سني علماؤ ترمېنځ داسې کسان موجود وو چې سوچه اسلامي تعليماتو ته د ستنېدو په فکر کښې وو.

په اسلامي هېوادون کښې له مختلفوطبقو څخه زيات مصلحان راڅرګند شول چې له هغوي څخه ترټولو مهم سيدجمال الدين اسد آبادي بللے شوو. هغه چې د ايران او عراق په علميه حوزو کښې يې درس ويلې وو خپل ټول عمراسلامي ټاټوبو ته په سفرونو کښې تېر کړ.سيد جمال الدين تل کوشش کوۀ چې مسلمانان د هغوي لپاره د لويديديځ د کلتوري، اقتصادي او سياسي تسلط له خطراتو څخه خبر کړي.

هغۀ په افغانستان کښې د يوې ورځپاڼې او مجلې په خپرولو او د ديني او تاريخي کتابونو په تاليفولو لاس پورې کړ. په هند کښې يې له ماده پرستۍ يا مېټريالېزم او وهابي عقائدو سره مبارزه وکړه او بالاخره په مصر کښې د يو ګوند په جوړولو کښې کامياب شو چې په يوې لنډه موده کښې يې د ټولو خلقو ترمېنځ زيات نفوذ پېدا کړ او همدې چارې استعماګران په ويره کښې واچول تردې چې هغه له مصر څخه ووېستۀ او د هغه په ګوند يې بندېز ولګوۀ هغه د مصر ادبيات له اشرافي ادبياتو څخه چې د باچايانو  مدحې او ثنا‌ء په خدمت کښې وو په ولسي ادبياتو بدل کړل او هغه يې د مظلومانو له حقوقو څخه د دفاع لپاره استعمال کړل.

په ايران کښې د سيد جمال الدين افکار پد شيعه علماؤ په هدايت سره د مشروطې د انقلاب سبب شول. يو داسې انقلاب چې باچائي نظام يې که څه هم د لنډې مودې لپاره ؤ په مشروطه باچائي بدل کړ. د دغه انقلاب په وجه په وړومبي ځل په ايران کښې د ملي شورا جرګه جوړه شو که څه هم دغه جرګه له دې زياته چې ولسيوي باچائي فرمائشي وه.

په 1952 ميلادي کال کښې په مصر کښې جمال عبدالناصر په يوې فوځي کودتا کښې باچائي نظام څنګته کړ او له استعمار سره يې په مبارزه لاس پورې کړ. عبدالناصرتر مودوو مودو پورې د سيمې د اعرابو ټولو لوے او ترټولو مجوب مشر ګڼل کېدو خو بالاخره په اقتصادو کښې سوشلسټي ګروهنو او پېن عرب اېزمي افکارو پياوړتيا د دې سبب شوه چې د مصري مسلمانانو پاڅون د هغه سوچه اسلام چې د سيد جمال الدين  نظر وړ ؤ منحرف شي.

له 1948 کال څخه چې په فلسطين باندې د نړيوال صهيونېزم تېرے شروع شو مسلمانانو په مختلفو طريقو سره د دغه ظلم د ختمولو کوشش کوۀ خو د عربو حکومتونو ځان بائېلنه،د بل متابعت او يا هم ناتواني او بې وسي د دې سبب کېدۀ چې هيڅ يو له دغه سپېځلي وطن څخه د دفاع توان ونه لري. په 1967 کال کښې مصر، عراق، اردن او سوريه د اسرائيلو د ختمولو لپاره له يو بل سره معاهده وکړ خو يوازې شپږ ورځې پس يې سخته ماتې وخوړه. دغې ماتې په مصر کښې د جمال عبدالناصر د زوال د زمينې له برابرولو نه علاوهد نړۍ د زياترو مسلمانانو اميد په نااميدۍ بدل کړ. مسلمانانو په نورو اسلامي هېوادونو کښې هم همدغه شان ګډوډ حالت لرۀ.

په دغه حال کښې او دغو ورځو کښې وو چې د قم د علميه حوزې د يو فقيه په مشرۍ د ايران د شيعه مسلمانانو د پاڅون ګنګوسۍ د نړيوالو غوږو ته اورسېدې. دغه انقلابي او ظلم دښمنه عالم او فقيه چې خپل ټول عمر يې اسلام او مسلمانانو ته وقف کړے ؤ « روح ا... الموسوي الخميني» ؤ.

آيت ا... العظمی خمېني چې له ځوانۍ څخه د قم مقدس او نجف اشرف په علميه حوزو کښې زدکړې کولې او ۲۷ کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته رسېدے ؤ په دغه وخت کښې په ټولې معنې سره يو عارف او هر اړخيزه مبارز ؤ. هغۀ د تدريس، د ديني کتابونو د تاليف او د اسلامي نړۍ د راتلونکو علما د تربيت لپاره د کوشش ترڅنګه په ايران کښې د له شاهنشاهي نظام او پهلوي باچائۍ سره په مبارزې لاس پورې کړ. يوه داسې باچائي چې د برطانيې په ملاتړ سره شروع او د امريکې او اسرائيلو ترملاتړ لاندې يې دوام پېدا کړے ؤ. د دغه ستر ديني عالم له نظره ځان غوښتنه او ځان خوښونه او د خداے پاک لپاره د قيام پرېښودل وو چې مسلمانان يې دغه تور حالت ته ورسول او ټول نړيوال يې ورباندې مسلط کړي وو. هغه په خپلو آثارو او ليکنو کښې يو نظريه وړاندې کوي چې له «ولايت فقيه».څخه د نړۍ د ټولو مسلمانانو د پېروۍ د لازموالي اړه ده يعنې له داسې يو فقيه څخه پېروي چې اعلم، مېړنے او د خپلې زمانې په حالاتو او احوالو باندې خبر وي او دا د مسلمانانو د کاميابۍ راز معرفي کوي. د نړۍ د شيعه د ستر عالم او د تقليد مرجع آيت ا... العظمی بروجردي  له رحلت نه وروسته آيت ا...العظمی خمېني (رح) د خپلو اجتماعي او سياسي فعاليتونو په وجه د ايرانيانو ترمېنځ زيات محبوبيت او مقبوليت لرۀ. د هغۀ وېناګانو او د پهلوي حکومت له ناروا او غېر شرعي اقداماتو سره د هغه مضبوطو چلندونو خلقو ته د روښانه راتلونکي اميد ورکوۀ. د عربو او اسرائيلو له شپږ ورځني جنګه وروسته امام خمېني (رح) يو فتوا جاري کړه چې د هغې مطابق په اسلامي ټولنو کښې له اسرائيلو سره د اسلامي حکومتونو د هر ډول  تجارتي او سياسي تعلق او د اسرائيلي سامانونو استعمال حرام شو. همدارنګ د هغه  په يوې بلې فتوا کښې فلسطيني مبارزينو ته د شيعه لخوا صدقات او زکات ورکول جائز وبلل شول او دا وړومبنے ځل ؤ چې د شيعه ؤ زکات د غېر شيعه لپاره جائز بلل کېدۀ.

د هغه په مشرۍ د ايران اسلامي انقلاب په ۱۹۷۹ ميلادي يا 1357 هجري نمريز کال پوره کاميابۍ ته اورسېد او دغه کاميابي د نړۍ د مسلمانانوپه سترګو او زړونو کښې د يو روښانه نور به شان وځلېده او له استبداد او استعمار څخه د آزادېدو لپاره د هغوي اميد دوه چنده شو.

.....................فاصله مناسب.......................................

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گوينده:

د ايران د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره د نړۍ به ټولوځايونو کښې شيعه ؤ خپل ديني تشخص بياموند او ورباندې يې وياړ وکړ. زياتره سني وروڼو هم لويديځي اېزمونه يې بې فائدې ليدلي وود سوچه اسلام له زړۀ څخه خلاصون او آزادۍ ته د رسېدو لپاره يوه نوې لار ومونده. د لبنان شيعه ؤ د ولي فقيه په توګه د امام خمېني (رح) په رسميت پېژندلو سره په خپلو کښې سره يو موټے شول او د هغۀ تائيد سره يې يوه داسې ډله جوړه کړه چې هغه نن سبا د حزب ا... په نامې سره پېژنوو. يوه داسې ډله چې د اسرائيلو د غاصب رژيم لپاره يو لوے او قوت لرونکے دښمن دے.

د ايران د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره په فلسطين کښې هم زياترو مجاهدو ډلو سرونه راوچت کړل، که ځه هم سني مذهبه وو خو له امام خمېني (رح) او د هغه له آئيډياو سره عشق يې په زړۀ او روح کښې راپېدا شو او د هغۀ او د هغه د ملګرو مبارزاتي طريقې يې د خپل کار سرمشق وګرځوۀ. ايران په هغو سختو حالاتو کښې چې خپله د نړۍ له ابر قدرتونو او سپر پاورز سره په جنګ لګيا ؤ د فلسطين د مظلومو له ملاتړه يې لاس وانه خېسۀ. ايرانيانو له اتو کلونو بې امانه جنګ نه وروسته په خالي لاسو د نړۍ په ابرقدرتونو باندې غلبه پېدا کړې شوه. هغوي د عدل او انصاف غوښتنې بېرغ اوچت کړ او هم هغه شان يې د مظومانو ملاتړ ته د دوام ورکړ.  دغو ملاتړونو د نورو اسلامي هېواد مسلمانان هم د استعمار او استبداد وړاندې يووالي او پېوستون ته رابلل. د ايرانيانو د کاميابۍ په هم هغو ابتدائي کلونو کښې د افغانستان سني او شيعه مسلمانان سره يو موټے شول او د شوروي لوے فوځ ته يې ماتې ورکړه.

.........................فاصله مناسب...............................

گوينده:

په داسې حال کښې چې له لويديځ سره وابسته سياسي شناندي د ايران د اسلامي انقلاب د زر تر زره ختمېدو خبر ورکوي او ستر قوتونه هره ورځ يې د نسکورولو لپاره نوي نوي پلانونه په مېز ايږدي، خو دغه انقلاب د يو غوره او مېړني فقيه په مشرۍ او د خلقو په ملاتړ او يووالي سره خپلو لوړ اهدافو ته د رسېدو لپاره مخ په وړاندې روان دے.

نه يوازې خپله مخ په وړاندې روان دے بلکه د خپلو عدل او انصاف غوښتونکو افکارو په جاري کولو او د اجتماعي او سياسي دين په توګه د اسلام د مبين دين په بيانولو سره يې له ظلم او استبداد څخه خلاصون ته د رسېدو لار په واضحه توګه نورو ته ښودلې او ښئي. دغه بېدارونه د دې سبب شوه چې د يويشتمې پېړۍ په وړومبنے لسيزه کښې د مصر، لېبيا يمن، بحرېن، تيونس او الجزائر په شمول په زياترو مسلمانو هېوادونو کښې د اسلامي پاڅونونو کتونکي شوو. داسې انقلابونه چې په واضحه توګه اسلام ته د سياسي نظامونو د ستنطدو او د واکمنانو د استبداد او د هغوي د خودسرۍ د ختمولو غوښتونکي دي.

دغه عدل او انصاف غوښتنه تر اسلامي هېوادونو پورې نه محدوديږي بلکه په لويديځو هېوادونو کښې هم په امريکه کښې وال سټريټ غورځنګ او په فرانسه کښې د زيړو جاکټونو د غورځنګ په شان نمونې يې لرلې دي. دغه ټول غورځنګونه د سرمايه دارانه نظام په خلاف رامنځته شوي دي. د داسې نظام په خلاف چې د جوړېدو بنياد يې د نړۍ لوے قوتونه دي او اسلامي ايران د انقلاب له هم هغې ابتداء څخه  به هغه ناروا او غېر عادلانه ګڼل.

بې شکه همداسې ده چې امام خمېني (رح) په رښتيا د ايران اسلامي انقلاب د نُور چاودنه وبلله. دغه هوښيار پير او مرشد راتلونکي وخت ته په کتو او په يو خداے باندې په توکل سره زمونږ لپاره د مخکې تګ لاره خلاصه کړه چې پکار دے تر وروستۍ سلګۍ ورباندې ثابت قدمه اووسوو او په ډېر غوره شکل کښې يې د راتلونکو لپاره ميراث پرېږدوو. مونږ هيڅکله نه هېرووو چې د دغه ميران بنيادي اصل د ولايت فقيه تربېرغ لاندې د ټول اسلامي امت واحده په هيړ حرکت دے. هر هغه حرکت، خوزښت او غورځنګ چې دغه اصل يې هېر کړ يا منحرف کړے شو يا ډېر زړ له ماتې سره مخامخ شو نو د تاريخ په پاڼو کښې هېر کړے شو. مونږ د دغه ارزښتناک اصل په ساتلو سره د خپل ډېر ځانونه او خپل عزيزان قرباني کړي دي. په دې کښې شک نشته چې له دې وروسته هم به هم داسې کوو او ټول د دغې روښانه الهي لارې پېروۍ ته رابولوو.

-----------

 

ټیګونه