Jan 28, 2022 13:27 Asia/Kabul
  • د سیمي وروستي بدلونونه او د ویانا د مذاکرات؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خبرو اترو محور

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د یمن او د افغانستان د وروستي حالاتو او په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو په اړه د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره خبري اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» د ملګرو ملتونو له سرمنشي «انتونیو ګوتریش» سره په ټلفوني اړیکه کې په یمن کې په ملکي وګړو باندې د سعودي د ائتلاف بریدونو زیاتېدو ته په اشارې سره، د یمن د جګړې د ختمېدو په لړ کې د سیاسي له لارو چارو څخه په ملاتړ کې د ایران په دریځ تاکېد وکړ.

امیر عبداللهیان په یمن کې د انساني محاصرې، اوربند او سیاسي خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو دریځ ته په اشارې سره، په یمن کې په ملکي وګړو باندې د بمباریو په ختمېدو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د رول لوبونې غوښتونکی شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ویانا کې د ۱+۴ ډلي له هیوادونو سره د ایران د خبرو اترو بهیر مثبت وباله او په لنډه موده کې یوې ښې موافقې ته د رسېدو لپاره د ایران په جدیتوب تاکېد وکړ.

هغه د دې په بیانولو چي په امریکایي چارواکو بې باوره دی، د امریکې او اروپایي هیوادونو له لوري د داسي کارنده اقداماتو غوښتونکی شو چي د رېښتیا آزموینې وړ وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په یمن کې د محاصرې د ختمېدو او د جوړجاری په لړ کې د ایران له انسان دوستانه دریځ قدرونه او هرکلی وکړ .

ګوتریش همدارنګه په افغانستان کې د یوې ټول شمولې د ادارې د رامینځ ته کولو او د انساني حقوقو په تامینېدو ټینګار وکړ.

 

 

ټیګونه