Jan 28, 2022 13:31 Asia/Kabul
  • د رېل ګاډي د ټرانزیت د غځولو په لړ کې د ایران او ازبکستان موافقه

د ایران د اسلامي جمهوریت د رېل ګاډو د شرکت مشر اعلان وکړ چي ازبکستان او ایران د رېل ګاډې د ټرانزیټ د ودې لپاره موافقه کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د رېل ګاډو د شرکت مسئول «نیعاد صالحې» په خپل ټوییټر پاڼه کې ولیکل: دواړو هیوادونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د رېل ګاډو له لاري د ټرانزیټ په زمینه کې د ګټورو ترجیحي تعرفو د ټاکلو لپاره موافقې ته رسېدلي دي.

د ایران د رېل ګاډو د شرکت مسئول زیاته کړه: دواړو هیوادونو په ایران کې د ازبکستان د رېل ګاډو او ازبکستان ته د ایراني رېل ګاډو په تلو، ایران ته له چین څخه د ازبکستان له لاري په رېل ګاډو کې د ټوکو په وارداتو او د چابهار له بندر څخه ازبکستان ته د رېل ګاډو له لاري د توکو په لېږدولو موافقه کړې ده.

په وروستیو ورځو کې د دواړو هیوادونو چارواکي د رېلي ټرانزیټ لپاره سلامشورې کړي دي.

 

 

ټیګونه