Jan 28, 2022 13:42 Asia/Kabul
  • د تهران-ریاض د خبرو اترو پنځم پړاو به ډېر ژر پیل شي

په بغداد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په نژدې راتلونکې کې د ایران او سعودي تر مینځ د خبرو اترو د پنځم پړاو د پلېدو خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «ایرج مسجدي» وویل: د تهران او ریاض تر مینځ به ډېر ژر د مذاکراتو پنځم پړاو پیل شي خوهغه د خبرو اترو د نېټې او د څرنګوالې په هکله د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

عربستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په مشهد او تهران کې د دې هیواد د سفارت په وړاندې د مظاهرچیانو د برید په پلمې سره، له ایران سره خپلي ډیپلوماټیکې اړیکې بند کړې.