Jan 29, 2022 06:22 Asia/Kabul
  • له شمال څخه جنوب ته د کرېډور بشپړېدا د ایران او د ګاونډیو لپاره زیاتې ګټي لري

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ګیلان ولایت ته د سفر پر مهال، تاکېد وکړ چي له شمال څخه جنوب ته د کرېډور بشپړېدا ایران او ګاونډ هیوادونو ته زیاتې اقتصادي ګټې لري.

د ایران ولسمشر «سید ابراهیم رئیسی» د رشت او انزلي تر مینځ د رېل پټلی پروژې ته په اشارې سره، هغه یوه ایرانی – سیمه ایزه پروژه وباله او د چابهار له بندر سره د انزلي د بندر په وصل کېدو تاکېد وکړ.

هغه زیاته کړه: د شمال او جنوب کرېډور په بشپړه کېدو سره له یادو بندرونو څخه د سوادګریزو توکو په لېږد او رالېږد کې اسانتیاوې رامینځ ته شي.

سید ابراهیم رئیسی په دغه سفر کې د چابهار او د کاسپین د بندرونو تر مینځ د پټلی لاري د پروژې د وروستي جریاناتو په اړه معلومات تر لاسه کړ.

د کاسپین بندر د ایران په شمال کې له سترو بندرونو څخه دی چي د لویو باري کښتیو لپاره په پرمختللي امکاناتو سمبال دی.

 

ټیګونه