د جنوبي کوريا په بېنکونو کښې د بلاک شويو پېسو د ستنولو لباره يوې نړيوالې ادارې سره د ايران رسمي ليک
د ايران مرکزي بېنک د پانګونو د اختلافاتو د هواري نړيوال مرکز ته د يو ليک په لېږلو سره د جنوبي کوري په بېنکونو کښې د بلاک شويو پېسو د ستنولو غوښتنه وکړه.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو د وزارت د يو چارواکي د وېنا له مخې سئول په تېر ستمبر کښې دغه ليک ترلاسه کړے او کوشش کوو چې د امريکې تر بنديزونو لاندې د ايران د تړل شويو پانګونو په سر دغه خندونه لرې کړي.
په داسې صورت کښې که دواړه هېوادونه د دغه ليک له قبلولو نه پس په راتلونکو شپږو مياشتو کښې د خبرو اترو له لارې څه حل لاره پېدا نه کړي نو کېدې شي چې ايران د پانګونې د ګډوډيو د هواري نړيول مرکز آئي اېس ډي اېس ته شکايت وکړي.
په همدې حال کښې د جنوبي کوريا يونهاپ خبري اژانس نن وويل، د سئول او تهران چارواکي د جنوبي کوريا په بېنکونو کښې د ايران د تړل شويو پانګونو په خاطر د خبرو اترو لپاره په راتلونکي ميلادي مياشت کښې د يوې کاري غونډې جوړولو لپاره د پلاننګ په حال کښې دي.
له دې مخکښې دايران او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو د وزيرانو مرستيالانو په آسټريا کښې له يوبل سره ليدل کتل وکړل او د سئول په بېنکونو کښې د تهران د بلاک شويو پېسوپه باره کښې يې خبرې اترې کړې وې.
ايران ته د جنوبي کوريا د پور ستنول چې د دغه هېواد په دوو بېنکونو کښې د طبيعي ګېسو د اخېستلو په بدله کښې دي په مجموعي توګه د اوو ميليارډ ډالرو په ارزښت دي چې د ۲۰۱۸ کال له ستمبر څخه د امريکې د بنديزونو په بهانه ادا کړې شوي نه دي.
د ايران اسلامي جمهوريت له اېټمي موافقې څخه د امريکې په اړخيزه توګه له وتلو نه مخکښېد جنوبي کوريا دريم تجارتي شريک ؤ.