May 19, 2022 06:39 Asia/Kabul
  • د بندیزونو د غیرقانوني والي په هکله د ملګرو ملتو د رپورټرې تایید د امریکې لپاره یوه بله رسوايي ده

بهادري جهرمي: ملګري ملتونه باید د ایران خلاف غیرقانوني بندیزونه پاې ته ورسوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ویاند د ایران خالف د غیرقانوني او د بشري حقوقو د اصولو خلاف بندیزونو د لګولو په هکله د ملګرو ملتو د ځانګړې رپورټرې اعتراف د امریکې لپاره یوه بله رسوايي رامینځته کړه

د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې اِلِنا دوهان په تهران کښې په یوې خبري غونډې کښې په دې ټکي باندې په ټنیګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف یواړخیز بندیزونه د بشري حقوقو خلاف ورزي ده، د امریکې له حکومته وغوښتل چې د ایران خلاف یواړخیز بندیزونه ختم کړي.

د ایران د حکومت ویاندوي علي بهادري جهرمي ایران ته د ملګرو ملتو د ځانګړې رپورټرې النا دوهان سفر ته په اشارې سره په یو ټویټ کښې ولیکل: د ملګرو ملتو ځانګړې رپورټرې ایران ته د خپل سفر په پاې کښې تاییده کړه چې د ایران خلاف د امریکې یواړخیز اقدامات د بشري حقوقو او د نړیوالو حقوقو د ټولو اصولو اپوټه او خلاف دي.

بهادري جهرمي په دوام کښې څرګنده کړه چې ملګري ملتونه باید د ایران خلاف غیرقانوني بندیزونه پاې ته ورسوي.

په ایران باندې د واشنګټن یواړخیز او ظالمانه بندیزونه چې په کښې بنیادي شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات شاملیږي، د ایران د خلکو په تیره بیا د خاصو ناروغانو لپاره یې پریمانه ستونزې رامینځته کړې دي.

 

ټیګونه