May 20, 2022 06:41 Asia/Kabul
  • که امریکا په منطق سره عمل وکړي، موافقه کېدونکې ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسی سیال سره په تماس کې تاکید وکړ چي که امریکا د منطق پر بنیاد عمل وکړي د هوکړي امکان موجود دی.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له خپل روسی سیال سرګئي لاوروف سره، په تماس کې په ویانا کې د برجام د نړیوالې ایټمي موافقې په هکله وویل: که امریکایان د منطق پر بنیاد عمل وکړي ممکنه ده هوکړي ته ورسیږو.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: په مذاکراتو کې د ټولو اړخونو د نوښتونو او وړاندیزونو غوښتونکي یو.

عبداللهیان همدارنګه وویل: تهران یوې دوامداره، ښې او پیاوړي هوکړي ته د رسېدو لپاره، سرو کرښو ته په پام سره، جدي اراده لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چي له موافقې څخه په ملاتړ کې د روسیې مثبت دریځ چي د ایران له خوا تائید شي د ستاینې وړ دی.

د روسیې خارجه وزیر هم ډاډ ورکړ چي له موافقې څخه د روسیې ملاتړ دوام لري.

لاوروف زیاته کړه:مسکو د ایران د غوښتنو او ګټو په لړ کې د یوې عادلانه هوکړې لپاره هڅه کوي.

د بایډن اداره چي د ایران په وړاندې د ډیپلماسۍ ادعا کوله تر دې دمه د ښه نیت د څرګندولو لپاره هیڅ یو اقدام نه دی کړی.

د امریکې پرته ټوله هغه هیوادونه چي په مذاکرات کې ونډه لري د خبرو اترو د پایلې په تمه دي لیکن امریکا تر اوسه د څو پاته مهمو موضوعاتو په اړه له سیاسي پریکړي څخه ډډه کوي.

 

ټیګونه