May 20, 2022 06:44 Asia/Kabul
  • ازاد تجارتي سیمې ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا کې کارنده رول لوبوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ازادو تجارتي سیمو د ۸۲ صنعتي او اقتصادي پروژو د ګټې اخیستنې پر مهال ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا تاکید وکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له ګاونډیانو سره د ازادو تجارتي سیمو رول ته په اشارې سره وویل: د اوراسیا له سیمي سره د اړیکو پراختیا ایران لپاره مهم دی، ازاد تجارتي او ځانګړې اقتصادي سیمې کولایشي له ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي او تجارتي اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: داخلي او بهرني پانګه اچونې د اقتصادي ودې دوه مهم لاملونه دي، د خصوصي سیکټور له لوري پانګه اچونې ته باید توجه وشي.

 

 

 

ټیګونه