May 20, 2022 06:46 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستندویې طرحې څخه د ایران ملاتړ

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی د دې په بیانولو چي ټوله نړۍ د خوراکي توکو له کمښت څخه اغېزمن شوی، وویل:  ایران د خوراکي توکو د ستونزو د هوارولو په زمینه کې د ملګرو ملتونو د هلوځلو ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسلامي ایران دائمي استازی مجید تخت روانچي تېره ورځ د خوړو په اړه د امنیت شورا په ناسته کې وویل: د خوړو د امنیت نه شتون، د هوا ککړتیا، د کرونا خپراوی او نړیوالي شخړې په ټولو هیوادونو منجمله په ایران باندې چي څلور لسیزه کیږي د امریکې له بندیزونو ځوریږي، ناوړه اثرات پری ایستی دی.

هغه زیاته کړه چي د بندیزونو، کرونا او نړیوالو شخړو په هاخوا په ایران کې د څو میلیونه افغان کډوالو شتون هم د خوراکي توکو د تامینولو په زمینه کې په دولت فشار زیات کړی دی.

د ایران استازی د دې په بیانولو چي ټوله نړۍ د خورو له نایابه کېدو څخه اغېزمن شوی وویل: له شکه پرته افریقا کې د خوړو د کمښت ستونزه ډېره جدي ده.

هغه د خوړو د کمښت له ستونزو سره لاس په ګرېوان هیوادونو لکه افغانستان، سوریې، یمن او فلسطین ته په اشارې سره وویل: په افغانستان کې ۲۲ میلیون کسان د خوړو له کمښت سره مخ دي او بېړنیزو مرستو ته ضرورت لري.

د ایران استازی په دوام کې وویل: په یمن کې د خوړو د نه شتون ستونزه زیاته شوې او په فلسطین کې د اسرائیل د رژیم له لوري د غزې د محاصرې دوام چي فلسطینیانو ته د خوړو په زمینه کې ستونزې رامینځ ته کړي باید ختم شي.

تخت روانچي په سوریې باندې د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو یو اړخیزو بندیزونو ته په اشارې سره، وویل چي په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د خلګو عایدات له مینځه تللي، تجارت، کړهنې او د خوراکي توکو تامین له ستونزو سره مخ شوی دی.

 

ټیګونه