May 20, 2022 13:39 Asia/Kabul
  • د هیوادخپلواکي له انقلابه د دفاع په ډګر کې پاتی کیدو پورې اړه لري

سردار سلامي زیاته کړه د کرامت ، ازادی او خپلواکي په سیوره کې ژوند یوازې په مقاومت سره لاس ته نه راځی بلکې باید مقاومت دوام ولرلې شی او د بریالیتوب لپاره باید تل په ډګر کې شتون ولرلې شو .

د ایرنا له راپور سره سم د سپاه عمومی  قوماندان سر دار حسین سلامی وویل د ایران ملت له دغه حقیقت سره بلد دي چی د هیواد کرامت ، عظمت او خپلواکي له نظام او انقلاب د دفاع په ډګر کې په پاتی کیدو پورې اړه لري .

سردار سلامي زیاته کړه د کرامت ، ازادی او خپلواکي  په سیوره کې ژوند یوازې په مقاومت سره لاس ته نه راځی بلکې باید مقاومت دوام ولرلې شی او د بریالیتوب لپاره باید تل په ډګر کې شتون ولرلې شو .

سردار سلامی د دې خبرې په کولو سره چی د ایران ملت خپلو دښمنانو ته نه هیریدونکی درسونه ورکړی دی وویل امریکا په تیرو ۴۳ کلونو کې یوه شیبه هم د ایران ملت پرضد له دسیسې لاس ندې اخیستې ، په مقابل کې ایرانی ملت هم تل دغه دسیسې شنډې کړي دي او دښمن په بشپړه زوال کې دی او له افغانستانه تښتیدا او په یمن کې ماته او له عراقه ورو ورو تیښته ټولې دنیا لیدلی ده .

 

 

ټیګونه