له ترهه ګرۍ سره مبارزه دټولو ګډون غواړي
نوریان په کراچۍ ښار کې د وروستیو ترهه ګرو حملو په بیا غندلو او د دغو پیښو د قربانیانو له کورنیو او تاوان لیدلیو سره د پیوستون او خواخوږۍ په څرګندولو سره زیاته کړه په رسندویو کې له ځینو غیرواقعی تبلیغاتو سره سره د ایران ملت په نړۍ کې د ترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دې .
د ایرنا له ر اپور سره سم په کراچۍ کې د ایران کونسلر حسن نوریان نن په ړندو ترهه ګرو عملیاتو کې څه د پاسه ۱۷ زره ایرانی هموطنانو د شهادت په یادولو سره په یوه پیغام کې ولیکل د ایران ملت او دولت د سیمې د ملتونو د ګډو دښمنانو له شیطاني اقداماتو او ترهه ګرو خوځښتونو له امله هر ډول ګډوډی ، ناامنی رامینځته کول او ویرې دودول غندي .
نوریان په کراچۍ ښار کې د وروستیو ترهه ګرو حملو په بیا غندلو او د دغو پیښو د قربانیانو له کورنیو او تاوان لیدلیو سره د پیوستون او خواخوږۍ په څرګندولو سره زیاته کړه په رسندویو کې له ځینو غیرواقعی تبلیغاتو سره سره د ایران ملت په نړۍ کې د ترهه ګرۍ تر ټولو ستر قربانی دې .
په کراچۍ کې د ایران کونسلر په سیمه کې د ایران او پاکستان د ځای په اهمیت او د ګډو ملګرتیاو د پیاوړتیا په ضرورت په ټینګارسره زیاته کړه په سیمه ایزې کتنې او ګډه مشارکت سره ترهه ګرۍ ماته وخوری.
په پاکستان کې د ایران سفارت پرون له ایران سره په کراچۍ کې د وروستیو ترهه ګرو پیښود عواملو د ارتباط د احتمال په اړه چټی ادعاګانې په کلکه رد او د غیرحرفه ای څرګندونو په نسبت په خبرداری سره اعلان وکړ دریم ګوڼی لوري په غلطو ادرسونو سره د ایران او پاکستان د وروګلویزو اړیکو د خرابولو په لټه کې دي .