د ایران پيکان کلب د آسیا د والیبال اتل شو
May 21, 2022 06:13 Asia/Kabul
د ایران پيکان ټیم د سړیو د والیبال د کلبونو د اتلولۍ په سیالیو کښې په خپلو دولسم وارې شتون سره د اتلولۍ مقام خپل کړ
د ایران پيکان ټیم د سړیو د والیبال د کلبونو د اتلولۍ په سیالیو کښې په خپلو دولسم وارې شتون سره د اتلولۍ مقام خپل کړ
بیګا د والیبال د کلبونو د روان ۲۰۲۲ کال د ایشین چیمپین لیګ په فاینل لوبه کښې چې د تهران په آزادۍ سالون کښې ترسره شوه، د ایران پيکان ټیم د دغو مهمو سیالیو د اتلولۍ کپ په اتم ځل ترلاسه کړ او د نړیوالو سیالیو ونډه یې هم ترلاسه کړه.
دغه سیالي د تهران د پیکان لوبډلې او د جاپان د سانتوري ټیم ترمینځ وشوه چې په کښې پیکان سانتوري ټیم ته دوه پر درې ماتې ورکولو سره د آسیا د اتل په توګه د نړۍ د کلبونو د سیالیو ونډه ترلاسه کړه.