عمان ته د ایران د اسلامي جمهوریت سفر
May 21, 2022 13:13 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د باچا په بلنه به د دوشنبې په ورځ مسقط ته سفر وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د پراخولو په لړ کې د سیمي او د ګاونډیو هیوادونو سره د همپالنې د سیاست په چوکاټ کې د عمان د باچا هیثم بن طارق آل سعید په بلنه د دوشنبې په ورځ د یوې جګپوري پلاوي په مشری مسقط ته سفر کوي.
په دغه سفر کې به د ایران ولسمشر د عمان له باچا او چارواکو تر څنګ د دې هیواد له سوداګرو سره هم خبرې اترې وکړي او ځینې موافقې لاسلیک کړي.
تیره اوونۍ هم د ایران او عمان تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې د ایران ۵۰ کسیزه تجارتي پلاوی مسقط ته په سفر تللي و.
د امریکا د فشارونو سره سره، د ایران او عمان تر مینځ اړیکې تل د متقابل احترام او د ګټو بر بنیاد دي.