د تهران د محکمې مشر د شهید خدايي د قاتلانو د نیولو حکم ورکړ
May 23, 2022 06:45 Asia/Kabul
د تهران ولایت د عدلیې مشر په پلازمینې کښې د حرم د یو مدافع پاسدار د شهیدونکو عواملو د معلولو او نیولو ځانګړی حکم صادر کړی دی.
د تهران ولایت د عدلیې مشر په پلازمینې کښې د حرم د یو مدافع پاسدار د شهیدونکو عواملو د معلولو او نیولو ځانګړی حکم صادر کړی دی.
د ډګرمن صیاد خدايي له ناځوانمردانه ټرور او شهادت وروسته د تهران د عدلیې مشر علي القاصي مهر د پلازمینې څارنوال ته امر وکړ چې د دغه جنایتکاره اقدام د عواملو په معلومولو او نیولو کښې بیړه وکړي.
د تهران څارنوال هم له دغه حکم وروسته په خپله د جرم او پيښې ځاې ته لاړ او د دغه جنایتکاره اقدام د ترسره کیدو د طریقې او څرنګوالي جاج یې واخیسته.