May 23, 2022 07:37 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزارت د شهید صیاد خدايي ټرور ته غبرګون وښوده

د ایران خارجه وزارت: د ایران د اسلامي جمهوریت د مقدس نظام قسم خوړلو دښمنانو یوځل بیا د یو سر په تلي سپاهي په ټرورولو او شهادت سره خپل شرارت وښوده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ډګرمن پاسدار صیاد خدايي د شهادت په مبارکۍ او تسلیت سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د مقدس نظام قسم خوړلو دښمنانو یوځل بیا د یو سر په تلي سپاهي په ټرورولو او شهادت سره خپل شرارت وښوده

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په تهران کښې د ترهګرو عملیاتو په غندلو سره د سرلوړي ډګرمن پاسدار صیاد خدايي د شهادت په هکله د دغه شهاد کورنۍ او د اسلامي انقلاب په سپاهِ پاسداران کښې د هغه همسنګرانو ته مبارکي او تعزیت ووایه.

خطیب زاده زیاته کړه چې په نړیوال استکبار پورې د پيئلو ترهګرو عواملو له خوا دغه انساني ضده جنایت په ډیرې خواشینۍ سره، له ترهګرۍ سره د مقابلې د مدعي هیوادونو له چپتیا او ملاتړ سره مل دی.

 

ټیګونه