May 23, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیستي رژیم په نړۍ کې د ترهګرو اقداماتو مرکز دی

د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ رتبه ویاند، وویل:  امریکا او اسرائیل په نړۍ کې د ترهګریزو اقداماتو د پلان جوړونې په مرکز بدل شوی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ رتبه ویندوی جنرال ابوالفضل شکارچي په تهران کې په یوه مراسم کې د دې په بیانولو چي ایران د ټرور قربانی دی او له ۱۷ زره زیات ایرانیان ټرور شوي دي، زیاته کړه: د بشري حقونو په زمینه کې د امریکایانو او د هغوی د ملګرو ادعاوې ناسمي دي.

جنرال شکارچي تېره ورځ د حسن صیاد خدایی ټرور ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب دښمنان هر کله چي له لالهاندی سره مخ شي او ټولي لارې په بندي وي، ترهګریزو اقداماتو ته مخه کوي.

هغه زیاتوي چي ټرور د اسلامي انقلاب د دښمنانو لپاره لاسته راوړنه نده بلکې د هغوی د ماتي خوړلو ښکارندوی دی.

 

 

ټیګونه