ورځپاڼو ته کتنه
اسراییلی کارپیژاندو اعتراف کړی دی صیهونیست رژیم تاجیکستان ته د ایران د بی پایلیټه الوتکو له صادرانو اندیښمن دې .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ لیکلی دی ، امریکا وایی ایران د تولید په زیاتولو سره د غنمو واردات ۲۴ فیصده کموي .
اسراییلی کارپیژاندو اعتراف کړی دی صیهونیست رژیم تاجیکستان ته د ایران د بی پایلیټه الوتکو له صادرانو اندیښمن دې .
د رهبرۍ له ستر مقام سره د قطر د امیر د کتنې په اړه الجزیرې چینل غلط نقل و قول کړی دی .
د ویسټ پواینټ په اکیډمۍ کې د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل امریکا نور یوازنې قدرت ندې او راتلونکی ۲۵ کلونه به د نن په شان نه وي .
د سپاه پاسداران عمومي اړیکو دفتر ویلی دی د ترهه ګرو په یوه جنایتکارانه اقدام کې د مدافع حرم یو فعال شهید شوی دې .
فرانسه په اماراتو اتیا رافاییل جنګی الوتکې خرڅوي .
د سوډان په نارامیو کې په شپږو میاشتو کې ۹۶ کسان وژل شوي دي .
د تهران ولایت د عدلیې مشر په پلازمینې کښې د حرم د یو مدافع پاسدار د شهیدونکو عواملو د معلولو او نیولو ځانګړی حکم صادر کړی دی.
ورځپاڼه لیکی د ډګرمن صیاد خدايي له ناځوانمردانه ټرور او شهادت وروسته د تهران د عدلیې مشر علي القاصي مهر د پلازمینې څارنوال ته امر وکړ چې د دغه جنایتکاره اقدام د عواملو په معلومولو او نیولو کښې بیړه وکړي.
د تهران څارنوال هم له دغه حکم وروسته په خپله د جرم او پيښې ځاې ته لاړ او د دغه جنایتکاره اقدام د ترسره کیدو د طریقې او څرنګوالي جاج یې واخیسته.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکوی د پلار په تخت د کینستلو لپاره بن سلمان ته شین څراغ ورکړل شوی دی .
اطلاعات
ډاکټر کمال خرازی په دوحه کې د ایران او عربی نړۍ په غونډه کې وویل د سیمې د مشکلاتو اوارې د پردیو له شتون پرته بې پردې خبرې دي .
د ایران خارجه وزارت سعید خطیب زاده وایی د شهید صیاد خدايي ټرور ته غبرګون وښوده. ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ډګرمن پاسدار صیاد خدايي د شهادت په مبارکۍ او تسلیت سره څرګنده کړهد ایران د اسلامي جمهوریت د مقدس نظام قسم خوړلو دښمنانو یوځل بیا د یو سر په تلي سپاهي په ټرورولو او شهادت سره خپل شرارت وښوده
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تهران کښې د ترهګرو عملیاتو په غندلو سره د سرلوړي ډګرمن پاسدار صیاد خدايي د شهادت په هکله د دغه شهاد کورنۍ او د اسلامي انقلاب په سپاهِ پاسداران کښې د هغه همسنګرانو ته مبارکي او تسلیت ووایه. خطیب زاده زیاته کړه چې په نړیوال استکبار پورې د پيئلو ترهګرو عواملو له خوا دغه انساني ضده جنایت په ډیرې خواشینۍ سره، له ترهګرۍ سره د مقابلې د مدعي هیوادونو له چپتیا او ملاتړ سره مل دی.
د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان حالات وڅیړل .
د عراق په شمال کې د ترکیې په اډې په ډرون حمله کې درې کسان ووژل شول .
صیهونیسټان وایی ۱۵ کلونه کیږی چی اسراییلو د حماس په وړاندی خپله بشپړه دفاع له لاسه ورکړه ده .
د قطر خارجه وزیر وویل بازار ته د ایران د تیلو راتلل د ثبات او د تیلو دنړیوالې بیې د کمیدا سبب کیږي .
محمد بن عبدالرحمان ال ثانی وویل د اسلامي ایران د اضافي تیلو ورزیاتیدا د بازارونو د ثبات سبب کیږي او د اومو تیلو بیه به راټیټه کړی
د قطر خارجه وزیرچی تازه یې د خپل هیواد له امیر سره تهران ته سفر کړی ، زیاته کړه ده ایرانی چارواکو مونږه ته اطلاع راکړی ده چی د ایټمی دوسیې د اواری لپاره مینځنی حل لارې ته د رسیدا لپاره چمتو دي . د قطر خارجه وزیر جوته کړی ده د ایران د ایټمی موضوع حل به په فارس خلیج کې له ثبات سره مرسته وکړی .