May 23, 2022 14:37 Asia/Kabul
  • ایران د ترهه ګرۍ همیشنې قربانی

سید ابراهیم رییسی نن له عمان ته ورتلو مخکې جوته کړه بې شکه په دغه جنایت کې د نړیوال استکبار او هغو کسانو لاس لیدل کیږی چی د حرم له مدافعانو او حرم یې ماته خوړلی ده چی په دغه شکل غواړی خپل استیصال وښی .

 

د اسلامي ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی د شهید صیاد خدایی د وینې غچ حتمی دې ، ټینګار وکړ بې شکه په دغه ترور کې د نړیوال استکبار لاس لیدل کیږی .

د اسلامي ایران دښمنانو یو ځل بیا خپل له شرارته ډک ذات وښوده او د اتبار په ورځ یې په تهران کې د مدافع حرم ډګروال پاسدار صیاد خدایی شهید کړ .

سید ابراهیم رییسی نن له عمان ته ورتلو مخکې جوته کړه بې شکه په دغه جنایت کې د نړیوال استکبار او هغو کسانو لاس لیدل کیږی چی د حرم له مدافعانو او حرم یې ماته خوړلی ده چی په دغه شکل غواړی خپل استیصال وښی .

ایران د نړۍ د هیوادونو ترمینځ د ترهه ګرۍ یو ستر قربانی دی او تراوسه په ترهه ګرو اقداماتو کې د اسلامی ایران د خلکو او مسولانو څه د پاسه اولس زره کسان شهیدان شوي دي .

د اسلامي انقلاب له لومړیو ورځو او د نړیوال استکبار د معادلاتو په ګډوډیدا سره  له ایران د غلیمانو او منافقینو ډلګۍ په شمول د هغو د ګوډاګیانو کینه او دښمنۍ شروع شوه . دغه ډلګۍ یوازې د ۱۳۶۲ لمریز کال له وري تر کب  میاشتې د ۴۵۸۳ ایراني ښاریزو د ترور مسولیت پر غاړه واخیسته .

امریکا او صیهونیست رژیم هم په وروستیو کلونو کې تل په ایران او سیمه کې له ترهه ګرو د ملاتړ په لټه کې دي ،  د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې د مشکوکو هوایی الوتونو له لارې د ترهه ګرو عناصرو پوځی روزل ، د وسلو ورلیږل ، د سپکو او درندو وسلو  ، ارتباطي تجهیزاتو او خوراکي موادو ورلیږل  یوازې له هغو ترهه ګرو د واشنګټن د ملاتړو یوه برخه ده چی په مختلفو عنوانونو سره د امریکا په چوپړ او په سیمه کې د صیهونیست رژیم د ګټو د تامینولو لپاره  د مقاومت د قوماندانانو او د ایران د ایټمی پوهانو د ترور په شان بوږنونکي جنایتونه کړی دي .

محسن فخری زاده ، مجید شهریاری ، مسعود علی محمدی ، داریوش رضایی نژاد ، مصطفی احمدي روشن  او رضا قشقایی د ایران هغه ایټمی پوهان  وو چی په وروستیو کلونو کې د صیهونیست رژیم د جاسوسی  سازمان د عواملو او ګوډاګیانو په لاس شهیدان شوي دي .

د اسلامي انقلاب د سپاه پشاداران د قدس ځواک ارواښار شهید قاسم سلیمانی او ورسره د حشد الشعبی یو مشر ابومهدی المهندس د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۳ د بغداد په  هوایی ډګر کې د امریکا په هوایی حمله کی شهیدان شول .

له دغو ترهه ګرو اقداماتو د دښمنانو اصلي هدف د ایران د زیاتیدونکی نفوذ او قدرت مخنیوې او همداراز د ایران دسوله ایز  ایټمی پروګرام درول دی .

اینډی پینډنټ ورځپاڼۍ د ایران د ایټمی پوه محن فخری زاده له ترور وروسته په دې باره کې په خپله یوه سننه کې ولیکل په ایران کې وروستي ترورونه  د اسراییلو د استخباراتی ټولنې او ورسره د سی ای اې او ایم ای سیکس په شمول د لویدیځو همڅنګو د هغو  بې پایه هلوځلو یوه برخه ده چی غواړی  ایران خپلو ایټمی هدفونو کې ځنډ او یا که وکولې شی له دغو هدفونو یې لیرې وساتی .

په همدې اساس که څه هم صیهونیستی چارواکي د تیر په شان په څرګنده د صیاد خدایی د ترورو مسولیت پر غاړه ندې اخیستې خو په سوریه کې د حرم د مدافع په توګه د هغه ماموریت ښی چی صیهونیستان هماغه راز په دغه جنایت کې لومړنی تورن دي .

د اسلامي ایران دښمنان تصور کوي چی په دغه ډول ترهه ګرو اقداماتو سره د اسلامی انقلاب د ایډیالونو په تحقق کې خنډ رامینځته کولې شی خو د ایران ملت تل د شهیدانو د لارې دوام ورکونکې دې او د شهیدانو وینه د اسلامی ایران د لوړتیا ضامنه ده .

څرګنده ده د غلیمانو وروستې جنایت هم چی له ترهه ګرۍ سره د مدعی  هیوادونو په ملاتړ او چوپتیا سره یو ځای شوی ده بې ځوابه پاتې نشی او هماغه ډول چی د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار کړی دی له جنایتکارانو به د دغه بزرګوار شهید د پاکې وینې غچ حتما واخیستل شی .

 

 

ټیګونه