May 23, 2022 14:52 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر له خپل عمانی سیال سره ولیده

د ایران خارجه وزیر له خپل عمانی سیال سره، د سیمي او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په هکله خبري اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چي د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په مشری د یو جګپوری پلاوی په مشری عمان ته په سفر تللی دی د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدی سره، د سیمي، نړۍ او دوه اړخیزو مسالو په هکله خبري اترې وکړي.

د عمان باچا د ایران د ولسمشر په مشری له پلاوی څخه په رسمي توګه هرکلی کړی او د دواړو هیوادونو ملی ترانې تر خپرولو وروسته، یو بل سره خبري اترې پیل کړي دي.

د عمان چارواکي ایران څخه د یو ښه او پیاوړی ګاونډ په توګه یادونه کړي او تاکید یې کړی دی چي دواړه هیوادونه هیڅ ډول سرحدي شخړې نه لري.

 

 

 

 

ټیګونه