د ایران او عمان تر مینځ د تجارتي همکاریو هوکړه
May 23, 2022 15:26 Asia/Kabul
د ایران او عمان تر مینځ د تجارتي همکاریو د پراختیا موافقه لاسلیک شوې ده.
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران د معدن، تجارت او صنعت وزیر د هیواد د ولسمشر په مشری د جګپوري پلاوی په ترڅ کې عمان ته په سفر تللی دی تر څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا خبري اترې وکړي.
د ایران معدن، تجارت او د صنعت وزیر سید رضا فاطمي امین او د عمان د تجارت وزیر قیس بن محمد الیوسف اللواتی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګریزو همکاریو د پراختیا یوه موافقه لاسلیک شوې ده.
په عمان کې کابو درې زره ایراني شرکتونه ثبت شوي دي.
د نړۍ د انرجیو د انتقال د لویي اوبلارې په توګه د هرمز د تنګی ګډ مدیریت د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پیاوړي کېدو سبب شوی چي د سیمي په امنیت کې مهم رول لوبوي.