May 24, 2022 16:27 Asia/Kabul
  • د رییسي د سفر په بهیر کې د ایران او عمان د اړیکو په پراختیا کې نوي افقونه

د ایران خارجه ، لارو او ښارجوړونو ، تیلو ، دفاع او صمت وزیرانو په دغه سفر کې له ولسمشر سره ملګرتیا وکړه چی په دغو حوزو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا ښودنه کوي .

عمان ته د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي په سفر سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاو او اړیکو په پراختیا کې  نوي افقونه پرانستل شوي دي .

د ایران خارجه ، لارو او ښارجوړونو ، تیلو ، دفاع  او صمت وزیرانو په دغه سفر کې له ولسمشر سره ملګرتیا وکړه چی په دغو حوزو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا ښودنه کوي .

داد عمان د نوی سلطان په پړاړ کې مسقط ته د ښاغلی رییسی لومړنې اړو د دیارلسم حکومت په نهو میاشتو کې د ښاغلی رییسی پینځم بهرنې سفر دې .

په دغو سفر کې په مختلفو حوزو کې د ملګرتیا ۱۲ سندونه لاسلیک شول چی په بیلا بیلو حوزو کې د جامع او انډوله اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو ګروهنه ښی .

له دې مخکې هم د ایران څو وزیرانو او د اقتصادي فعالانو او تاجرانو ۵۰ کسیز پلاوی د دواړو هیوادونو د تجارتی او اقتصادی اړیکو د پراختیا په خاطر سفر کړی وو او دا ښی چی د دواړو هیوادونو د خصوصي برخو ملګرتیاوې  او اړیکي هم له دولتی برخو سره په یووخت په پراخیدو دي .

د عمان په خبری اژانس کې د وړاندی شویو شمیرنو په اساس په عمان کې دوه زره اوه سوه لسو ایراني شرکتونو پانګونه کړی ده چی یو زر یو سل درې شپیته شرکتونه سل په سله د ایرانیانو په مالکیت او یو زر پینځه سوه  اوه څلویښت نور هم د ایرانی او عمانی مشارکت په بڼه فعالیت کوي .

موجودې شمیرنې د دواړو هیوادونوترمینځ د اقتصادي او تجارتي اړیکو او ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو د جدی ارادې او ګروهنې ښودنه کوی .

له دې سره سره چی په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو تجارتي او اقتصادي اړیکو او مبادلاتو اندازه زیاته شوی ده خو تر مطلوبې سویې پورې رسیدا ته تر اوسه زیات واټن پاتې دې او هڅه کیږی په لومړی ګام کې د تجارتي او اقتصادي مبادلاتو اندازه د اوسنی اندازې دوه برابریعنی تر یو نیم میلیارډ ډالرو زیاته کړی . په اوسنی بهیر سره به دغه هدف ته رسیدا ناڅاپی نه وی .

د خپرو شویو شمیرنو په اساس په ۱۴۰۰ کال کی  له عمان سره د ایران غیرتیلی تجارت یو میلیارډ او درې سوه پینځه دیرش  میلیون او پینځه لکه ډالره وو چی د تیر کال په نسبت ۵۳ فیصده زیات شوی دی .

دغه شمیرنې ښی چی د وخت په تیریدو سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د مبادلاتو زیاتیدونکې بهیر په چټکتیا سره پرمخ روان دې . د راکړو ورکړو د زیاتیدا او اړیکو د پراختیا لپاره یو ضروری بیخ بینایی د دواړو هیوادونو ترمینځ د مواصلاتی کرښو پراختیا ده  او په همدې خاطر د دغه سفر په بهیر کې د بندر عباس او بندر السویق ترمینځ د سمندری ټرانسپورټ پیاوړتیا او د چابهار او مسقط ترمینځ د سمندری مسافری ټرانسپورټ کرښو ټینګیدااو خینو نورو مساییلو په اړه موافقه وشوه .

د تهران او مسقط ترمینځ د اړیکو او ملګرتیاو یوه بله حوزه د انرژۍ برخه ده چی د رییسی د سفر په بهیر کې نوي موافقې شوی دي .

لنډه دا چی دواړه لوري په مختلفو زمینو کې د ملګرتیاو اواړیکو د پراختیا لپاره پیاوړی انګیزې لري اوپه دې لړ کی د ښاغلی رییسی دولت  له ګاوندیانو سره د اړیکو پراختیا په خپل بهرنی سیاست کې لومړیتوب ګرځولی چی عمان خپل تیر کړچار ته په پام سره  ایران لپاره مهم ځای لری او عمان هم په باچاهۍ د هیثم بن طارق ال سعید له راتلو وروسته  د دغه هیواد د اقتصادي ځای پیاوړتیا د خپلې ایجنډې په لومړیتوب کې راوستی او نه غواړی په اماراتو ، عربستان او قطر کې له نورو ځوانو امیرانو شاته پاتې شی .

 

 

 

ټیګونه