May 25, 2022 13:12 Asia/Kabul
  • په سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت باندې د یو اړخیز پالنې په منفي اغېز د ایران نیوکې

د ایران د اسلامي جمهوریت او د ایټالیا تر مینځ د سیاسي خبرو اترو دریم پړاو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال علی باقري او د ایټالیا د خارجه وزارت جګپوری چارواکی اتتوره سکوئی تر مینځ په تهران کې تر سره شو.

په دغه لیده کاته کې، علی باقري د دې په بیانولو چي د نړۍ ثبات او د امنیت راتلونکی د یو اړخیز پالنې له مسیره نه تیریږي، وویل:  نړیوال ګواښونه او حالات، د ایران او اروپا تر مینځ دوامداره سلامشورو، ملګرتیا او همکاریو ته ضرورت رامینځ ته کوي.

د ایران د خارجه وزارت مرستیال د دغو خبرو مقصد د امریکې یو اړخیزپال سیاستونه دي چي له مخي یې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او د عراق د اشغال او په سوریې کې د قانوني حکومت د نسکورېدو په موخه له ترهګرو څخه په ملاتړ کې د لاسووهنو په شمول  د سیمه ایزې جګړې په لوېدیځه اسیا کې ناامني رامینځ ته کړې او د ټروریسم د پراخېدو زمینه برابره کړې ده.

واشنګټن د ټرامپ د ولسمشری په دوره کې له یاد چوکاټ څخه بهر ته د پښو په اېښودلو سره، نه یوازې د چین او روسیې په څېر له خپلو سیالانو سره، بلکې له خپلو اروپایي ملګرو سره د سیاسي او تجارتي سیالۍ پیل کړې او په دې توګه یې د اتلانتیک د سمندر د دوو لورو تر مینځ همپالنه چي د امریکې او د اروپا د اړیکو ځانګړنه وه، کمزورې کړه، که څه هم د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د دغو اړیکو د ترمیمولو لپاره هڅه کړې ده لیکن وروستي بدلونونه په تېره بیا د اکراین د شخړې په وړاندې د امریکا دریځ ښودنه کوي چي واشنګټن اوس هم غواړي چي اروپایي هیوادونه له پوښتنو پرته امریکې څخه پیروي وکړي هغه هم په داسي مسایلو کې چي د اروپا په ګټه نه وي، لکه د روسیې د تېلو او د ګازو بایکاټ.

دغه مساله ښودنه کوي چي امریکا اوس هم له خپل یو اړخیز پاله سیاست څخه لاس نه دی اخیستی او د هغې په دوام باندې تاکید کوي، په داسي حال کې چي اروپا باید د خپلو ګټو پر بنیاد خپل سیاست تنظیم کړي، د ایران د خارجه وزارت مرستیال هم دغه مسالې ته په پام سره د ایټالیې له چارواکو سره خبرې کړي دي.

باقرې دې ته په اشارې سره چي د اروپا او ایران د دوامداره اړیکو په لټه کې دي، تاکید وکړ چي بهرني لاملونه تل د دواړو لورو د اړیکو د خرابېدو سبب ګرځي، په دې د اروپا او ایران اړیکې باید د دغو ورانوونکو لاملونو په وړاندې مصئونیت تر لاسه کړي.

د ایران خارجه وزارت د مرستیال خبره په دې معنا ده چي امریکا تل هڅه کوي د ایران او د اروپا تر مینځ د اړیکو له رغېدو څخه مخنیوی وکړي او اروپا د ایران په وړاندې غلیمانه سیاستونو ته مجبوره کړي. په داسي حال کې چي اروپا د برجام نړیواله ایټمي موافقه په خپله ګټه بولي او د دې موافقې د راژوندي کېدو غوښتونکې ده، لیکن امریکا د ویانا اوږدمهاله مذاکراتو ته په بې پامی سره، په خپل یو اړخیز پاله سیاست باندې تاکید کوي او یوازې د ایران له لوري د خپلو غوښتنو د منلو په لټه کې ده.

په داسي حال کې چي ایران په ځلونو ویلي چي د امریکا د ظالمانه بندیزونو د نه لیري کېدو او د یوه معتبر ضمانت د نه تر لاسه کولو په صورت کې به هیڅکله د برجام نړیوالې موافقې ژمنو ته راستون نه شي.

یوه بله مساله چي په دغو خبرو اترو کې ورته توجه شوې، نړیوال حساس حالات او د اکراین د جګړې د امله رامینځ ته شوي ګواښونه دي چي د نړۍ د هیوادونو په اقتصاد او د خوراک په تامین کې ستونزې رامینځ ته کړي، دغه جګړه په ځانګړې توګه اروپا د خوراکي توکو له کمښت او د تیلو او ګازو د نه شتون له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت مرستیال هم دغو مسالو ته په پام سره، د ایران او د اروپا تر مینځ د دوامداره اړیکو د پیاوړي کېدو ضرورت د ایټالیې له چارواکو سره مطرح کړی دی.

باقري همدارنګه سیمه ایزو مسالو ته په اشارې سره، په افغانستان او یمن کې د سولي او ثبات د راتګ په لړ کې د عملي اقداماتو غوښتونکی شو، په تیره بیا چي د امریکا او د ناټو شرموونکی خروج په نړیوال ډګر کې د یو اړخیزپالنې د ماتي په سیمبول بدل شوی دی، د ایران د خارجه وزیر مرستیال وایی: په تېرو شلو کلونو کې زمونږ د سیمي تر ټولو لوی استراتیجیک سبق، په افغانستان کې د لوېدیځوالو او د امریکې حضور او د هغوی کړچار دی، دغه مساله د دې ښودنه کوي چي د نړۍ راتلونکې د یوه اړخیز پالنې او فوځي پالنې له مسېره تېرېدونکې نه ده.

 

ټیګونه