May 26, 2022 15:46 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسیې ګډه سوداګریزه غونډه، د اړیکو د پراخولو لپاره د دواړو لورو د چمتوالې اعلان

د ایران او د روسیې مینځ ګډه تجارتي غونډه د چهارشنبې په ورځ د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو د وزیر او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په ګډون سره، په تهران کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د دواړو هیوادونو چارواکو او سوداګرانو د تجارتي اړیکو او په تېره بیا د تیلو او د ګازو په زمینه کې خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر جواد اوجي په دغه غونډه کې وویل: غواړو چی روسیې سره، د خپلو سوداګریزو اړیکو کچه په روان حکومت کې ۴۰ میلیارد ډالرو ته ورسوو، ایران او روسیه دواړه له بندیزونو ښکار ګرځېدلي دي، لیکن د هر اړخیزو اړیکو په پراختیا سره، مونږ کولایشي ټوله بندیزونه شنډ کړو.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسانډر نواک  هم وویل: په اقتصادي او سوداګریزو، ډګرونو کې د ایران اسلامي جمهوریت روسیې لپاره د ډآډ وړ ملګرې ده او د دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې هم خپل اوج ته رسېدلي دي.

ایران او روسیه په دوه اړخیزو زمینو کې په تېره بیا په اقتصادي، فوځي او امنیتي اړیکو کې او همدارنګه د امریکې د یو اړخیزپالنې سره د مقابلې په شان په سیمه ایزو او نړیوالو چارو کې استراتیجیکي ګټې لري چي په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو لپاره د زمینې د برابرېدو سبب ګرځېدلی دی.

ایران او روسیه د ۲۰۰۱ میلادي کال د مارچ په میاشته کې د اسلامي جمهوریت او د روسیې د فدرېشن تر مینځ د متقابلو اړیکو او د همکاریو د اصول تر عنوان لاندې یوه ۲۰ کلنه موافقه لاسلیک کړه، اوس هم دواړه هیوادونه په اقتصادي ډګرونو کې د یوې نوې موافقې د لاسلیکولو په لټه کې دي.

مسکو ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم تر وروستي سفر چي په جنورۍ میاشته کې تر سره شو او همدارنګه د اکراین او د روسیې تر مینځ تر شخړو وروسته د تهران او مسکو تر مینځ د همکاریو زمینه پراخه شوې ده او په مختلفو زمینو کې منجمله د انرجیو، ټرانزیټ، اینفارمېشن ټکنالوجۍ، معدنیاتو، کړهنېزو او درملیزو ډګرونو کې د همکاریو لپاره د دواړو هیوادونو اراده پیاوړې شوې ده.

د ترکمنستان او قزاقزستان له لاري روسیې سره د ایران د ریل پټلۍ د اتصال او د ټرانزیتي توکو او ایران سره د روسیې د جنوبي اړخ ګمرکي فعالیتونه د دواړو هیوادونو تر مینځ د روانو سوداګریزو چارو له جملې څخه دي او دواړه هیوادونه د ټرانزیټي سازوسامان او بنسټیزو پروژو د بشپړه کولو څلور موافقې لاسلیک کړي دي.

الکساندر نواک په دې اړه ویلي: د شمال – جنوب د کرېدور د پروژې بشپړه کېدا دوه اړخیزو همکاریو ته ضرورت لري او ایران کولایشي د روسیې او د سیمي لپاره د ټرانزیټ په مرکز بدل شي.

یاد کرېدور د دې ظرفیت لري چي د هندوستان له بحیرې نیولې بیا د بالتیک او سکاندیناوي هیوادونو پوري یوه ټرانزیتي لاره رامینځ ته کړي.  تجارتي توکي له دغه لاري څخه لومړي له هندوستان څخه د عمان او فارس خلیج په سمندرونو کې د ایران بندرونو ته راځي او بیا روسیې ته لېږدول کیږي او بیا اروپا ته لاره پیدا کوي.

بې له شکه ایران د خپل بهرني سیاست پر بنیاد چي ګاونډیو او د سیمي هیوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب وربخښي، روسیې ته ځانګړی نظر لري او دغه هیواد سره اړیکې د خپلو استراتیجیکو اړیکو یوه برخه بولي، روسي چارواکي هم ایران خپل دوست هیواد ګڼي او د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په وېنا، مسکو تل تهران سره د اړیکو پراختیا ته زیات اهمیت ورکړی دی.

په همدې اساس، د ایران او روسیې ګډه ناسته تر سره شوه چي په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د انرجیو، ټرانزیټي او سوداګریزو زمینو کې په مختلفو ډګرونو کې د همکاریو لوی فرصت رامینځ ته کوي.

 

ټیګونه