May 26, 2022 21:42 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په پلازمینې تهران کښې د «سلام فرمانده» سترې دستورې ترسره شوې او د ایران ماشومانو او زلمیو له مهدویت سره له مینې حماسه جوړه کړه.


 د تهران د یولک کسیزه «ازادۍ» سټیډیوم نن له خپلو کورنیو سره یوځای  د ایران  د سلګونو زرو د ماشومانو، زلمیو او ځوانانو له صلابت اوپرتمینه ګډون څخه ‌ډکه یوه خاطره رامینځته کوونکي ورځ ثبت کړه چې په یوه غږ یې د «سلام فرمانده» په نوم سرود یعني سندره  د زړونوستر قومندان او د نړۍ ژغورونکي اخرالزمان حضرت امام مهدي علیه السلام ته وړاندې کړه.
زمونږ خبریال زیاتوي د سلام فرمانده په نوم سندره له حضرت امام مهدي علیه السلام سره  د بیعت په محتوا  او د ایران د ماشومانو او زلمیو په اجرا سره نن سبا د ایران په ټولو سیم کښې  د خلکو د بیلابیلو پرګنو له پراخ هرکلي سره  مخامخ شوی دی .

Image Caption

 

 

Image Caption
Image Caption

 

«سلام فرمانده»سرود اوس په اینټرنیټ سایټونو په پراخ ډول خپور شوی دی او ډیرو خلکو هغه لیدلی او اوریدلی دی

ټیګونه