د ایران او پاکستان خارجه وزیرانو کتنه اوسلاومشورې کړي دي
بلاول بوټو زرداری له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په ټولو زمینو کې له تهران سره د وروګلویزو اړیکو د پراختیا لپاره د اسلام اباد په ګروهنې ټینګار کړی دی .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان او پا کستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری د سویټرزلینډ په داووس کې د اقتصاد د نړیوالې غونډې په ترڅ کې د دوه اړخیزه تجارت د پراختیا او عملیاتی کولو د لارو چارو ، د سرحدی بازارونو د پراختیا او د افغانستان د بدلونونو په اړه سلاو مشورې کړي دي .
بلاول بوټو زرداری له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې په ټولو زمینو کې له تهران سره د وروګلویزو اړیکو د پراختیا لپاره د اسلام اباد په ګروهنې ټینګار کړی دی .
بلاول بوټو زرداری همداراز د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر له خلکو د ایران په ملاتړونو او د بلوچستان صوبې په ځنګلونو کې د اور د مړولو لپاره د ایران د اورمړونکیو الوتکو د ورلیږلو قدرونه کړی ده .
د پاکستان خارجه وزیر د افغانستان په زمینه کې هم جوته کړه ایران الو پاکستان د ګډو ګاونډیانو په توګه د افغانستان په موضوع کې له نږدې یوه بل سره غږمله دي .