May 28, 2022 16:08 Asia/Kabul
  • د یونان د دوو تیلي کشتیو نیول، له غیرقانوني اقداماتو سره د ایران پریکنده چلند

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دوي سمندري ځواکونو پرون په فارس خلیج کښې د خلاف ورزۍ په وجه دوه یوناني کشتۍ نیولې دي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د دوي سمندري ځواکونو پرون په فارس خلیج کښې د خلاف ورزۍ په وجه دوه یوناني کشتۍ نیولې دي. د پروډنټ وارییر Prudent Warrior  او ډلټا پوسیډان Delta Poseidon په نومونو دغه دوه کشتۍ د ایران د عسلویه سیمې له لنګه بندر سره نزدې ونیولې.

د ایران له خوا دا کار خارجه وزارت ته په تهران کښې د یونان د سفارت د شاذدافیر له ورغوښتل کیدو او له سمندري غلا څخه د ډډه کولو په لړ کښې له دغه هیواده له غوښتنې وروسته ترسره شو. هغه ته وویل شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت په بیرغ سره د کشتۍ د تیلو وړل د (نړیوالې غلا) معنا کوروي او مسئولیت یې د یونان د حکومت او د دغې جوپې د غیرقانوني مالکانو په غاړه دی.

د فارس خلیج په اوبو کښې د دوو یوناني کشتیو د نیولو په لړ کښې د ایران اقدام د سمندر کچ کونې د قوانینو او اصولو د خیال ساتنې په لړ کښې د دې هیواد د جدیت او هم په سمندر کښې د هر ډول قانون ماتونې د نه زغملو نښه ده. په زړه پورې خبره دا چې یونان په دې کار اعتراض کړی دی او ایران یې په سمندري غلا تورن کړی دی. حال دا چې د دغو یوناني کشتیو په نیولو کښې د سپاهِ پاسداران د سمندري ځواک اقدام د هغوي د خلاف ورزیو په وجه ترسره شوی دی خو د یونان په بندرونو کښې د ایران د تیلو د لرونکې کشتۍ په نیولو او بیا امریکې ته د هغې د تیلو د ورسپارلو په لړ کښې د یونان اقدام بیخي غیرقانوني او د سمندري قوانینو خلاف کار دی.

د لارا په نامه روسي کشتۍ د ایران په بیرغ سره ۷ لاکه بیرله تیل وړل چې د تیرې اپریل میاشتې په پنځلسمه نیټه د یونان په سمندري حدودو کښې ونیوې شوه. یونان بیا د دغې نیول شوې کشتۍ ټول تیل امریکې ته ورکړل. د ایتنز د دغه غیردوستانه اقدام هدف یوازې د واشنګټڼ خوشالول او له امریکې څخه د امتیازونو د اخیستو په موخه شوی دی.

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي جلیل رحیمي جهان آبادي په دې هکله وویل: د خلاف ورزي کونکې یوناني کشتۍ د نیولو په لړ کښې د سپاه پاسداران اقدام د سمندرونو د حقوقو او اصولو سره سم کار دی. لویدیځ نه شي کولې چې زمونږ د تیلو غلا کول قانوني او له خلاف ورزي کونکي تیلي کشتیو سره د سپاه چلند غیرقانوني وبولي.

تهران په دې لړ کښې په یونان باندې سخت اعتراض کړی دی. په دې لړ کښې د ایران د سمندري ټرانسپورټ او د بندرونو ادارې د هیواد د سمندري حاکمیت د مرجع په توګه د یونان د حکومت دغه کار ته غبرګون وښوده او په یوې خبرپاڼې کښې یې د یونان له حکومته وغوښتل چې سمدستي پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي.

په یادې خبرپاڼې کښې راغلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت تر بیرغ لاندې یوه کشتۍ د یونان حکومت د دغه هیواد په سواحلو کښې ایساره کړه او د محکمې په حکم او د امریکې د حکومت په غږملتیا سره ونیوی شوه حال دا چې دغې کشتۍ د خوندیتوب په موخه د یونان سواحلو ته پناه وړې وه خو له بده مرغه ورسره هیڅ ډول مرسته ونه شوه او د پوځي ځواکونو له خوا یې تیل خالي کړی شول چې دا کار د سمندري غلا څرګنده نمونه ده. د یونان حکومت سره له دې چې نړیوالې ژمنې یې منلې دي او د سمندر کچ کونې د نړیوال سازمان IMO) د غړي په توګه د ایران له اسلامي جمهوریت سره هم ژمنتیا لري، دا کار یې کړی دی.

بله خبره چې په دې لړ کښې د ویلو وړ ده، دا ده چې امریکا چې د سمندرونو د حقوقو په شمول یې نړیوالو قوانینو او اصولو ته بې پامې او یواړخیز پالنه د خپلو چارو سرمشق ګرځولې ده، ځان ته اجازه ورکوي چې په یواړخیزه توګه له نورو هیوادونو په تیره بیا له خپلو لویدیځو انډوالانو وغواړي چې د خپلو یواړخیزو بندیزونو د خلاف ورزۍ په پلمه د ایران د تیلو وړونکې کشتۍ ونیسي. په داسې حال کښې چې داسې کار یوازې د امنیت شورا په پریکړه لیک سره او د هیواد خلاف د دغې شورا د بندیزونو په چوکاټ کښې د اجر وړ دی.

په زړه پورې ټکی دا چې ایران نن سبا ایټمي موافقې او د ملګرو ملتو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته په پام سره د ایټمي مسئلې په لړ کښې د ملګرو ملتو له هیڅ بندیز سره مخامخ نه دی او په هم دې وجه امریکا له سره د ایران د سوداګري کشتیو یا حتی د ایران د جوپو د وړونکو بهرنیو کشتیو د نیولو د حکم صلاحیت نه لري.

دې ټکیو ته په پام سره په تهران کښې د سویټزرلینډ د سفیر د نشتوالي له امله د دغه هیواد د سفارت شاذدافیر تیره جمعه خارجه وزارت ته احضار کړی شو او د سمندري حقوقو د نړیوالو قوانینو او د نړیوالو کنونشنونو د څرګندې خلاف ورزۍ د دوام په هکله د ایران د اسالمي جمهوریت سخت اعتراض او اندیښنه ورته بیان شوه او د نیول شوې کشتۍ او د هغې د تیلو په سمدستي خوشې کولو ټینګار وشه.

*/*/*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه