Jun 18, 2022 07:41 Asia/Kabul
  • امیرعبداللهیان: د سیمې ثبات دې د پردیو تر اغیزې لاندې را نه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، نه دي پکار چې د سیمې امنیت او ثبات د پردیو تر تاثیر لاندې راشي

حسین امیر عبداللهیان بیګا د عمان له خارجه وزیر بدر البوسعیدي سره په ټیلیفوني خبرو کښې سیمې ته د امریکې د ولسمشر جو بایډن راتلونکي سفر ته په اشارې سره وویل: د سیمې چارواکي دې اجازه نه ورکوي چې پردي، په سیمه ایزې ملګرتیا او ثبات باندې اغیزه وکړي. مونږ په سیمه ایزو خبرواترو او ملګرتیا باندې ټینګار لرو او باوري یو چې د سیمې خلک باید د سیمې د راتلونکي په هکله پریکړه وکړي.

امیر عبداللهیان د موافقو د تعقیبولو لپاره د عمان د حکومت له خوا تهران ته د یو پلاوي د سفر د هرکلي په ترڅ کښې، د ملګرتیاؤ د پرمخ بیولو لپاره د دواړو لورو پر جدي هوډ ټینګار وکړ.

هغه په سیمه ایزو بدلونونو کښې د عمان رول مهم وباله او په سیمه کښې د صلحې او ثبات په ټینګښت او همکارۍ کښې یې د دغه هیواد د هلوځلو قدرونه وکړه.

امیر عبداللهیان په دوام کښې د یمن د انساني کلابندې د بشپړه ختمیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره، خپل عماني همرتبه په ایران باندې د موجودو د بندیزونو د اوچتیدو لپاره د مذاکراتو له وروستیو بدلونونو خبر کړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د عمان خارجه وزیر بدر البوسعیدي هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترسره شویو موافقو په اجرايي کیدو باندې ټینګار وکړ.

دواړو لورو هم داشان په یمن کښې د اوربند د ټینګښت هرکلی وکړ.

 

ټیګونه