Jun 23, 2022 07:31 Asia/Kabul
  • د ایران د کړکیچ د مدیریت اداره د افغانستان د زلزله ځپلو مرسته کوي

د ایران د کړکیچ د مدیریت د ادارې مشر د افغانستان زلزله ځپلو ته د مرستې رسونې په لړ کښې د دغې ادارې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.

محمد حسن نامي په افغانستان کښې راغلې زلزلې ته په اشارې سره وویل: د ایران د کورنیو چارو د وزیر د حکم له مخې د هیواد د کړکیچ د مدیریت ټیمونه پوره تیارسي دي چې که ضرورت شو نو افغانستان ته به ولیږدول شي.

هغه زیاته کړه: د کړکیچونو او طبیعي خطرونو په وخت انساندوستانه مرستې او ملګرتیا یوه دوه اړخیزه موضوع ده او د ایران اسلامي جمهوریت له نورو زیانمن شویو هیوادونو سره هم مرستې ته تیار دی.

د ایران د کړکیچ د مدیریت د سازمان مشر څرګنده کړه: د بحران د مدیریت ټیمونه په پوره امکاناتو سره، دوست او ګاونډي هیواد افغانستان ته تللو ته تیار دي.

هم داشان د افغانستان په چارو کښې د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل چې ایران د تل په څیر د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او د زلزلې له زخمیانو سره مرسته ته بیخي تیار دی.

 

ټیګونه