Jun 23, 2022 16:22 Asia/Kabul
  • تهران ته د لاروف سفر د ایران او روسیې د اوږدمهاله ملګرتیا ایجنډا

اسلامی ایران او روسیه په دوه اړخیزه زمینو په تیره بیا اقتصادي ، پوځی ، امنیتی او همداراز له یواړخیز پالنې سره د مقابلې په شان سیمه ایزو او نړیوالو مساییلو په اړه سټراټیجیکې ګټې لري او دا په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو د نږدې ملګرتیا له اصلی عواملو دي .

 

د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف  پرون مازیګر په تهران کښې  د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف چې پرون د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په بلنه تهران ته راغلی دی، د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره یې کتنه وکړه.

لاوروف به تهران ته په دې سفر کښې د اوږدمهاله ملګرتیاؤ او د لویدیځ د بندیزونو د سختیدو په دوران کښې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا د موافقې د لاسلیک اړونده مسائلو په هکله له ایراني چارواکو سره سلا و مشورې وکړي. د افغانستان او سوریې په لړ کښې د سیمه ایز امنیت په برخه کښې ملګرتیا به هم د لورو د خبرواترو یوه اصلي موضوع وي. همدارنګه  د ایټمي خبرو موضوع په هغو مسائلو کښې شامله ده چې د روسیې دغه لوړ رتبه ډیپلوماټ  به یې په اړه له خپل ایراني همڅنګ  سره د نظر تبادله او بحث وکړي.

دغه سفر له دې وروسته ترسره کیږی چی لاروف د جون په دریمه له خپل ایرانيپ همڅنګ عبداللهیان سره په ټیلی فوني خبرو کې ایران ته په خپل راتلونکی سفر د خوشحالۍ په څرګندولو سره د دواړو هیوادونو اړیکی او ملګرتیاوې پهن ټولو اړخونو کې په پراختیا وبللې . د روسیې خارجه وزیر په دغو خبرو کې چی د ایران پرضد د ایټمی اژانس د واکمنې شورا له پریکړه لیک صادریدا مخکې ترسره شوې ، له دغه پریکړه لیک سره د خپل هیواد په پریکنده مخالفت ټینګار وکړ او ویې ویل د ایران او اژانس د ملګرتیا په ایجنډا کې موضوګانې باید له تخنیکی لارې اوارې شي .

اسلامی ایران او روسیه په دوه اړخیزه زمینو په تیره بیا اقتصادي ، پوځی ، امنیتی او همداراز له یواړخیز پالنې سره د مقابلې په شان سیمه ایزو او نړیوالو مساییلو په اړه سټراټیجیکې ګټې لري او دا په وروستیو کلونو کې د  دواړو لورو د نږدې ملګرتیا له اصلی عواملو دي .

روسیه د سوریې او همداراز په لویدیځه اسیا او خپل دودیز نفوذ لاندې سیمو کې د امریکا د نفوذ دپراختیاپه شان سیاسی ، امنیتی او سیمه ایزو او نړیوالو مساییلو کې له ایران سره ګډې لیدتوګې لري . تهران او ماسکو د ۲۰۱۵ کال له ستمبر میاشت او د سوریې د کړکیچ له اوج راهیسې له نړیوالې ترهه ګرۍ سره د مقابلې په زمینه کې ملګرتیا پرخه کړه چی په سیمه کې د بی ثباتۍ د پراختیا په مخنیوی کې اغیزمن عامل بلل کیږی .

پر سیاسی اړیکو سربیره دایران او روسیې تجارتي او اقتصادي اړیکي هم مخ په ودې  روانې دي . په ۲۰۲۱ م کال کې د ایران او روسیې د تجارت اندازه څلور اعشاریه پینځه میلیارډ ډالرو ته ورسیده ، په داسې حال کی چی دا اندازه په ۲۰۱۹ میلادی کال کی یوازې یو اعشاریه نهه میلیارډ ډالره وه .

حاضر دمه د تجارتي ملګرتیاو پراختیا ، د اوږدمهاله ملګرتیاو پراختیا اود بایکاټونو د بی اغیزه کولو لپاره د هّې او ځینو خنډونو لیری کول د دواړو هیوادونو د چارواکو په ایجنډا کې په جدی توګه وجود لری او تهران ته د روسیې د خارجه وزیر سفر او د اسلامی ایران له چارواکو سره سلاومشورې هم په همدې چوکاټ کې د جاجولو دي .

په ایران کې د روسیې پخوانی سفیر الګزینډر ماریاسوف د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکي او اهمیت په اړه باوری دې ، په څو قطبی نړیوال نظم کې د یوه شریک په توګه د تهران لپاره د روسیې د اهمیت په اړه د ایران د بهرنی سیاست د ټولنې اجماع او د شانګهای د ملګرتیا سازمان او اوراسیا د اقتصادي اتحادیې په شان په څو اورګانونو کې د ایران له  ورګډولو د ماسکو  ملاتړ ښی چی د روسیې او ایران اړیکي به پایداره پاتې شي .

 

 

 

 

 

 

ټیګونه