د والیبال د ولسونو په لیګ کښې
امریکا ایران ته تسلیمه شوه
د ویلو ده چې له دې سیالۍ مخکښې د امریکې ټیم د والیبال د روان کال د ولسونو د لیګ یوازنۍ ماتې نه خوړلې ډله وه
د ایران د اسلامي جمهوریت د والیبال ملي لوبډلې تیره شپه د ۲۰۲۲ کال د والیبال د ملتونو د لیګ په دویمه اونۍ په خپلې دویمې لوبې کښې له امریکې سره سیالي وکړه او دغه ټیم ته یې پریکنده ماتې ورکړه
د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د والي بال ملي ټیم د Volleyball Nations League په دویمې اونۍ کښې په خپلې دویمې لوبې کښې تیره شپه د بلغاریا په پلازمینه صوفیه ښار کښې له امریکې سره سیالي وکړه او وتوانیده چې دغه ټیم ته په دریو پرله پسې سِټونو کښې ماتې ورکړي.
د ایران د ملي ټیم لوبغاړو د دغې سیالۍ درې واړه سِټونه د 25 پر 18، 29 پر 27 او 27 بر 25 پواینټونو سره وګټل.
د ویلو ده چې له دې سیالۍ مخکښې د امریکې ټیم د والیبال د روان کال د ولسونو د لیګ یوازنۍ ماتې نه خوړلې ډله وه خو ایران یې د بریاؤ دغه لړۍ پرې کړه.
د ایران د سړیو د والیبال ملي لوبډله به نن خپله دریمه سیالي د برازیل په وړاندې وکړي.