Jun 24, 2022 07:49 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو د ګړندې کولو حکم ورکړ

ولسمشر رئیسي وویل: د ایران د سرې میاشتې اداره او سیستان او بلوچستان او خراسانِ جنوبي ولاتونه دې د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره انساني مرستې چټکې کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون مازیګر د ایران د شمال ختیځ د خراسانِ شمالي ولایت په اداري شورا کښې د افغانستان زلزله ځپلو خلکو ته د تسلیت په ویلو سره څرګنده کړه: د احصائیو له مخې په دغې پيښې کښې تراوسه له ۲۵۰۰ زیات کسان مړه شوي دي او چارواکو ته پکار دي چې د دغه هیواد د مظلومو، مسلمانو او غم ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.

رئیسي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د انساني مرستو په لړ کښې تل مخکښې وي، زیاته کړه: د سرې میاشتې اداره باید د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره خپلې انساني مرستې ګړندۍ کړي او د دغه هیواد په ګاونډ کښې د ایران سیستان او بلوچستان او خراسانِ جنوبي ولایتونو ته هم پکار دي چې په دې لړ کښې امدادي اقدامات ترسره کړي.

د ایران ولسمشر وویل: زمونږ انساني دنده ده چې د افغانستان له مظلومو خلکو سره چې ډیر کلونه د ناټو او امریکې تر ظلم لاندې وو او نن سبا یې ترهګرې ډلې په قراره نه پریږدي او د دغه هیواد امنیت یې ګډوډ کړی دی، مرسته ورسره وکړو.

ولسمشر رئیسي زیاته کړه: مونږ له کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو کوربانه یو او تل د مظلومو خلکو ترڅنګ ولاړ یو خو اروپایانو له خپلو ټولو ادعاؤ سره سره د دغه هیواد د خلکو هیڅ مرسته نه ده کړې.

 

ټیګونه