Jun 24, 2022 14:26 Asia/Kabul
  • ترکیه دې د صهیونیسټانود درزاچونکو ادعاګانوپه وړاندې چپه خوله نه نشي

د تیریګر صهیونیسټي رژيم خارجه وزیر له خپل ترکیه ا ی همڅنګ سره  په خبري کنفرانس کې بیا هم  دترکیې په خاورې کې د صهیونیسټانو د په نښه کولو لپاره دتهران دهڅې په باب  خپلې ادعاګانې تکرار کړي دي .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي  ووئيل تمه کیږي ، چې ترکیه  د صهیونیسټانو ددرز اوتفرقه اچونکو  ادعاګانو په وړاندې چوپه خوله نه کیني .

د تیریګر صهیونیسټي رژيم خارجه وزیر له خپل ترکیه ا ی همڅنګ سره  په خبري کنفرانس کې بیا هم  دترکیې په خاورې کې د صهیونیسټانو د په نښه کولو لپاره دتهران دهڅې په باب  خپلې ادعاګانې تکرار کړي دي .

 په همدې لړ کې  او د فارس  خبری آژانس  د راپور په اساس ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره  په انقرې کې په ګډ خبری کنفرانس کې  دصهیونیسټ رژيم د  خارجه وزیر بې اساسه ادعاګانې او تورونه ملنډه  او د دوو مسلمانو هیوادونو داړیکو د خرابولو لپاره  له مخکې د پلان شوي سناریو په چوکاټ کې وبلله او دا ئې  د  د ماشوم وژونکي  او ورانکارصهیونیسټي رژيم د ترهه ګرو اقداماتو او د فلسطین له آئيډیا څخه   د ترکیې اوسیمې د عمومي افکارو د  غړولو لپاره  دتل ابیب  د دسیسې یوه برخه وبلله .

خطیب زاده  زیاته کړې ، کابو له یوې اونۍ راهسې ، د صهیونیسټي رژيم د خارجه وزیر د تپونکي سناریو  د مطرح کولو لپاره د فضا د جوړولو په باب له ناسمو او ګوته سمؤنکو اطلاعاتو څخه په استفادې سره  جوړو شوو سناریوګانو باندې د رسندویو د بوختیدا لپاره  نفسیاتي عملیات پیل شوي وو . هغه روښانه کړې ،د مونږ ګاونډی هیواد ترکیه ښه پوهیږي ،دصهیونیسټي ترهه ګر  او دروغجن رژيم  چټي او له ملنډو ډکې  ادعاګانې  تر کومه حده بې اساسه دي او تمه کیږي ، چې  ددغو درز اچونکو ادعاګانو په مقابل کې  چپتیا ونه کړي ، دغه رژیم په کرتو ښودلې ده څو تر کومه اندازه د اعتماد وړ دی .

 

ټیګونه