Jun 27, 2022 07:40 Asia/Kabul
  • له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره نړیوال هوډ نشته

له نشه ایزو موادو سره دمبارزې لپاره د مختلفو هیوادونو په وسیله د شانګهائي  دتړون له لاسلیک کیدا  اوس یو سل دیارلس کلونه تیریږي ، چې  دغه سپيره بلا د نورو شیانو په نسبت په انټرنیټ کې په لا آسانه توګه ترلاسه کیدلی شي  او دودیز نشه ایز توکي په صنعتي بدل شوي دي او د  پیسو د پاکولو  په څير  له نورو منظمو جرمونو سره ئې  غوټه خوړلې ده . 

 د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر پرون  له نشه ایزو موادو سره د  مبارزې  دنړیوالې ورځې  په دستورو کې په ایران کې له نشه ایزو موادو سره  دمبارزې په چارو کې  د درې زره اته سوه شهیدانو  او د  د ولس زره جانبازانو د قربانۍ په ستایلو سره ،  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې د  نورو هیوادونو په تیره بیا دملګروملتو  په بې عملۍ سختې نیوکې وکړې او وې وئيل ، له نشه ایزو موادو سره دمبارزې لپاره د مختلفو هیوادونو په وسیله د شانګهائي  دتړون له لاسلیک کیدا  اوس یو سل دیارلس کلونه تیریږي ، چې  دغه سپيره بلا د نورو شیانو په نسبت په انټرنیټ کې په لا آسانه توګه ترلاسه کیدلی شي  او دودیز نشه ایز توکي په صنعتي بدل شوي دي او د  پیسو د پاکولو  په څير  له نورو منظمو جرمونو سره ئې  غوټه خوړلې ده . 

 د اسلامی ایران ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې د یوه نړیوال هوډ په رامینځةکیدا کې جدي کمزورتیا موجوده ده ،  په افغانستان کې  ئې د امریکا او ناټو  داقداماتو په بیانولو سره چې  د ډول ډول نشه ایزو توکو دکښت د پراختیا سبب شوي  دي ووئيل ،  ولې نړیواله ټولنه  په دې زمینې کې د امریکا او ناټو څخه په ځواب غوښتلو کې پر خپلو قانوني ، اخلاقي دندو اوبشری حقوقو  عمل نه کوي؟ که په دغو کلونو کې  نړیوالې ټولنې  له نشه ایزو موادو سره دا یران داسلامی جمهوریت په  شان  عمل کړی وائ ، پخپلو اصلی دندوئې عمل کولئ،نو د نړۍ اوسنی وضعیّت به حتما  داسې نه ؤ .

د ا یران داسلامی جمهوریت  دکورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم  له نشه ایزو موادو سره د نړیوالې ورځې د درنښت په دستورو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دایران اسلامی جمهوریت  له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې یوازې دی ، ټيڼګار وکړ ،په ایران کې  له نشه ایزو توکو سره مبارزه یوه جدي دنده ده .

 هغه ووئيل هغه هیوادونه  چې  دلویدیځي استعمار  په نښه وو ،د نشه ایزو موادو د مصرف د دودیدا دسیسې قرباني شوي دي .، دنشه ایزو موادو غمجنه کیسه   داسې ده چې د نړۍ په سویه ئې چینلونه پراخ شوي او هیوادونه په دې باب پخپلو  ا صولي ، قانوني ، اخلاقي او انساني دندنو عمل نه کوي .

 

ټیګونه